جوسیپ بوریل سیمې ته د اسرائیل-حماس جګړې د پراخیدو د مخنیوي په خاطر د حزب الله چارواکو سره کتلي

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوسیپ بوریل شنبه جنوري شپږمه (مرغومي ۱۶) د لبنان په پایتخت بیروت کې د حزب الله سیاسي چارواکو سره پدې نیت کتلي چې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړه د منځني ختیځ نورو سیمو ته پراخه نشي.

د لبنان په مطبوعاتو کې ویل شوي چې ښاغلي بوریل د حزب الله د نیمه پوځي بلاک د مشر محمد رعد سره کتلي دي. د اروپایي اتحادیې یوې سرچینې هم دا ملاقات تائید کړی.

د دې کتنې څخه څو ساعته وړاندې د حزب الله ډلې چې ایران یې تر شا ولاړ دی په اسرائیل کې په یوې نظامي اډې ګڼ شمیر توغندي وار کړل چې ددې ډلې په وینا دا کار یې په بیروت کې د حماس ډلې د مرستیال د وژل کیدو د غچ اخیستو لپاره کړیدی.

د اروپایي اتحادیې یوې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، مطبوعاتو ته ویلي چې دا اتحادیه د ټولو هغو سیاسي استازو سره په خبرو بوخته ده چې په سیمې کې په وضعیت نفوذ لري او یا یې ګټې په خطر کې دي.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر چې د لبنان د بهرنیو چارو وزیر سره په ګډ خبري کنفرانس کې وینا کوله وویل، "په بشپړه توګه مهمه ده چې لبنان پرې نښودل شي سیمه ایزې جګړې ته ورټیل وهل شي".

ښاغلي بوریل په خبري کنفرانس کې وویل چې عین شان پیغام اسرائیل ته هم استوي او زیاته یې کړه چې "سیمه ایزه جګړه د هیچا په ګټه نده".

په عین حال کې د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن هم چې سیمې ته د سفر په لړ کې د شنبې په ورځ اردن ته رسیدلی د حماس – اسرائیل تر منځ شخړې پراخیدو په هکله یې د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر په شان اندیښنه څرګنده کړه.

ښاغلي بلینکن وویل غواړي یقیني کړي چې دا شخړه د منځني ختیځ نورو برخو ته خپره نشي.

هغه زیاته کړه، "یوه ریښتیني اندیښنه د اسرائیل او لبنان تر منځ سرحد دی. مونږ هر څه چې امکان لري کوو یې تر څو یقیني شي دا شخړه پراخه نشي".

د اکټوبر اوومې نیټې راهیسې چې د حماس – اسرائیل تر منځ جګړه پیل شوې، اسرائیل حزب الله په سرحدي سیمو کې تقریباً هره ورځ په یو بل بریدونه کوي.

خو د شخړې پراخیدو په هکله اندیښنې وروسته تر هغې ډیرې شوې چې د همدې تیرې سه شنبې په ورځ په بیروت کې د حماس ډلې مرستیال د بې پیلوټه یا ډرون الوتکې په یوې برید کې ووژل شو.

د متحده ایالاتو دفاع وزارت یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط د فرانس پریس خبري اژانس ته ویلي چې د حماس ډلې په مرستیال صالح العاروري برید اسرائیل کړی.

پخپله اسرائیل تر اوسه د دې برید د کولو ادعا نده کړې.