جان ساپکو: فساد د جنګ په ډګر کې بریالیتوب له ستونزو سره مخ کوي

د اروپایي ټولنې په نوښت په دغه جوړ شوي کنفرانس کې ولسمشر غني، لومړۍ میرمن او کابل کې میشتو بهرنیو سفیرانو هم ګډون کړی وو

نن د سه شنبې په ورځ په ارګ کې د اروپایي ټولنې په نوښت په افغانستان کې د فساد سره د مبارزې د لارو چارو د لټولو لپاره څلورم کنفرانس د ولسمشر غني، د افغانستان د حکومت د لوړ پوړو چارواکو او په افغانستان کې د میشتو بهرنیو هیوادونو د استازو په ګډون جوړ شو.

دې کنفرانس ته د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړی سرمفتش جان ساپکو هم بلل شوی وو.

ولسمشر محمد اشرف غني، د فساد ضد څلورم کنفرانس ګډونوالو ته وويل، چې د تحول په لسیزه کې "یعنی تر ٢٠٢۴ کال پورې" باید افغانستان خپل عواید اته ملیارده ډالرو ته لوړ کړي او تجارتي بیلانس هم باید لوړ بوځي.

ښاغلي غني چې پدغه کنفرانس کې یې د نړیوالې ټولنې استازو ته خبرې کولې وویل چې له اداري فساد سره په مبارزه کې لا هم ګواښونه شته خو ترڅنګ یې په ګڼو وزارتونو کې د فساد په مخنیوي کې اصلاحات رامنځته شوي دي.

ولسمشر غني وویل "خلک له مونږ پوښتنه کوي، چې د نړیوالې ټولنې ملیاردونه ډالر څه شول، مونږ باید له فساد سره واضح میکانیزمونه ولرو، اصلاحات پيل شوي، په امنیتي سکټورونو کې کار روان دی، بودیجه ډېره شفافه شوې ده. په قراردادونو کې شفافیت هم رامنځته شوی دی، خو لا هم له اداري فساد سره مبارزه کې ګواښونه شته دي".

د اروپايي ټولنې په نوښت له فساد سره د مبارزې پدې کنفرانس کې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا سرمفتش جان ساپکو وویل، چې له فساد سره مبارزه باید په دوهم لومړیتوب کې نه وي، بلکې اداري فساد سره مبارزه باید د حکومت په لومړي لومړیتوب کې ځای ولري.

جان ساپکو وویل" له اداري فساد سره مبارزې لپاره باید خپلواک نظارتي او د ارزونې ارګانونه رامنځته شي، حقوقي جوړښتونه دې رامنځته شي".

د سیګار مشر وویل چې فساد د جګړې په ډګر کې بریالیتوب تر سوال لاندې راولي او له ستونزو سره یې مخامخ کوي.

پدې کنفرانس کې د اروپايي ټولنې سفیر پيري مایدون بیا وویل چې فساد په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو لپاره هم یوه پلمه ګرځېدلې او د افغانستان د نظام په وړاندې په خپلو تبلیغاتو کې ورڅخه کار اخلي.

سفیر پيري مایدون دا هم وویل" نړیواله ټولنه، اروپا او د امریکا خلک چې ټکس ورکوي هم پوښتنه کوي، چې د دوی د ټکس پیسې چېرته لاړې، مونږ د افغانستان ثبات ته کار کوو. له اداري فساد سره مبارزه باید په لومړیتوبونو کې ځای ولري".

سفیر مایدون وویل چې له اداري فساد سره مبارزه باید څرګند او ملموس نتایج له ځان سره ولري.

اروپایي ټولنې تیرکال هم دغسې یو کنفرانس جوړ کړی وو.