اروپایي ټولنې پر ایران نوي بندیزونه ولګول

په ایران کې د پولیسو په توقیف کې د مهسا ایمني له مړینې وروسته له تاوتریخوالي ډکې مظاهرې

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ جنورۍ ۲۳ (سلواغې ۳) ۳۷ نور ایراني چارواکي او بنسټونه د ایراني اعتراض کوونکو پر وړاندې د تهران د خونړۍ ځپنې له امله د شتمنیو د کنګل کولو او د ویزو د نه ورکولو په تور لیست کې شامل کړل.

په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پر تهران د مظاهره کوونکو د ځپلو له امله څلورم پړاو بندیزونه تصویب شول.

په بندیزونو کې د شاملو کسانو او بنسټونو د نومونو بشپړ لیست به د دوشنبې په ورځ ناوخته د اروپايي اتحادیې په رسمي ژورنال کې خپاره شي.

اروپایي اتحادیې دمخه هم د مظاهره کونکو د ځپلو له امله د تهران د "اخلاقي پولیسو"، د انقلابي ګارد قول اردو قوماندانانو او دولتي رسنیو څه دپاسه ۶۰ ایراني چارواکو او ادارو بندیزونه لګولي وو.

خو د ۲۷ هیوادونو څخه جوړې اروپايي ټولنې تر دې دمه د جرمني او هالنډ له غوښتنو سره سره د ایران د سپاه پاسداران ګارد د یوې ترهګرې ډلې په توګه په تور لیست کې ندی شامل کړی.

د ایران سپاه پاسداران د شنبې په ورځ جنوري ۲۱ (سلواغې اول) خبرداری ورکړی و چې د اروپایي ټولنې دا اقدام به یوه «تیروتنه» وي.

د ایران د سپاه پاسداران د ویبپانې له مخې، د سپاه پاسداران مشر جنرال حسین سلامي ویلي:"که اروپایان کومه تیروتنه وکړي، عواقب یې باید ومني."

د اروپايي اتحادیې چارواکي اندیښمن دي چې دا کار به د بروکسل په منځګړیتوب د تهران د اتمي پروګرام په اړه د ۲۰۱۵ کال تړون د بیا راژوندي کولو هڅې هم ستونزمنې کړي.

د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ تګلارې مشر جوزپ بوریل ټینګار وکړ چې د اروپايي اتحادیې له خوا د تصمیم نیولو دمخه باید ددې اتحادیې یو غړی هیواد قانوني اقدام وکړي.

ښاغلي بوریل وویل: "تاسو نشئ ویلای: 'زه تاسو ترهګر ګڼم ځکه چې زه تاسو نه خوښوم'." بلکې "دا به هغه وخت ترسره شي کله چې د یو غړي هیواد محکمه یو قانوني بیان صادر کړي، یوه کلکه غندنه."

د ایران سپاه پاسداران همدارنګه د نیمه نظامي بسیج ځواکونو مشري هم کوي کوم چې په هغه هیواد کې د تیر کال د سپټمبر میاشتې راهیسې د پیل شویو مظاهرو په وړاندې ګمارل شوي دي.

ایران کې دغه مظاهرې وروسته له هغه پیل شوې چې د محسا امیني په نامه یوه ۲۲ کلنه پیغله د بې حجابۍ په تور د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شوه خو بیا په زندان کې مړه شوه.

په ایران کې چارواکي ‌وایي ددې مظاهرو په جریان کې د امنیتي ځواکونو په ګډون په سلګونه کسان وژل شوي او په زرګونه نور د ګډوډۍ د پارولو په تورنیول شوي دي.

د ایران سپاه پاسداران ځواکونه په ۱۹۷۹ کل کې د اسلامي انقلاب وروسته سمدستي رامنځ ته شو او د هغه هیواد مذهبي مشر آیت الله علي خامنه ایي ته ځواب ویونکی دی چې پوځیان، هوایي او بحري قواوي لري.

متحدو ایالتونو هم د ایران سپاه پاسداران او ددغو ځواکونو قدس څانګه چې بهرني عملیات هم کوي، د ترهګرو سازمانونو په لست کې راوستلي دي.