ایران او نړۍ په اتومي موافقې خبرې کوي

ټاکل شوې دا غونډه را روانه سه شنبې په ویانا کې وشي.

ټاکل شوې د ایران او د نړۍ د قدرت لرونکو هیوادونو استازي را روانه سه شبنه په ویانا کې د ایران د جنجالي اتومي پروګرام په هکله خبرې وکړي.

ایراني او اروپایي چارواکو د موافقې په هکله د مخامخ خبرو پریکړه د یوې آنلاین غونډې نه وروسته وکړله.

ایران، چین، روسیې، فرانسې، جرمني او برتانیې نن جمعه، اپریل ۲(وري ۱۳) پدې موافقې کې د امریکا د احتمالي بیرته یو ځای کیدو په هکله او دا چې څنګه ټول اړخونه د موافقې ټولې برخې عملي کړي، خبرې اترې وکړلې.

د امریکا متحده ایالاتو تائید کړه چې بله اوونۍ په ویانا کې د ایران د اتومي موافقې په هکله په خبرو کې ګډون کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس وویل چې دا د مخکې تګ لپاره یو ښه اقدام دی. ویاند زیاته کړه، " لا لومړنۍ ورځې دي او مونږ د کوم عاجلې کامیابۍ توقع نلرو. خبرې به سختې وي. "

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي چې پدې خبرو کې د خپل هیوا په استازیتوب جګپوړی مرکچي و، د ایران دولتي خبري تلویزیون ته وویل چې په آنلاین غونډه کې د "جدي او ډانګ پیلو" خبرو نه وروسته د غونډې ګډون والو ژمنه وکړله چې را راوانه سه شبنه په ویانا کې سره وګوري.

د اروپا دیپلوماتیکي سرچینو هم دا غونډه تائید کړې.

د امریکا د جمهور رئیس جو بایډن حکومت هم پدې موافقې کې د دواړو لورو د عمل په هکله د ایران سره د خبرو وړاندیز کړی.

خو ایران وایي چې په تړون کې د امریکا یو ځای کیدل خبرو ته اړتیا نلري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال عباس عراقچي د فارس خبري اژانس ته ویلي، " همدا چي د امریکا اقتصادي بندیزونه لیرې شي، ایران به خپل اقدامات بند کړي او د موافقې سره سم به عمل وکړي."

د امریکا مخکني جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ په ۲۰۱۸ کال کې د دې تړون نه ووت په ایران یې ټول اقتصادي بندیزونه د سره ولګول.

ایران هم د امریکا د دې اقدام په ځواب کې د اتومي موافقې د محدودیتونو نه سرغړاونې وکړلې.