نویمن: اروپايي ټولنه د طالبانو د رسمیت پېژندلو په اړه فکر نه کوي

هانا نویمن، د اروپايي پارلمان غړې

د اروپايي پارلمان غړې هانا نویمن چې تازه افغانستان ته تللې وه، د امریکا غږ سره په ځانګړې مرکې کې ویلي چې نړیواله ټولنه د افغانستان خلکو ته د مرستو رسولو او د نجونو د زده کړو په اړه مجبوره ده چې د طالبانو سره خبرې وکړي او دا تعامل د طالبانو د رسمیت پیژندلو په معنی نه دی.

نویمن وايي اروپايي اتحادیه د طالبانو د رسمیت پیژندلو په اړه حتی فکر هم نه کوي. هغه زیاتوي: "د دوحې په غونډه کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش هم په روښانه توګه وویل چې د رسمیت پیژندو مسئله اوس د خبرو په میز نه ده پرته. زه فکر کوم چې په رسمیت د پیژندو مسئله هیڅکله مطرح نه وه."

میرمن نویمن د طالبانو سره ښکېلتیا د افغانانو د اړتیاو پر بنسټ ګڼي او وايي: "موږ د نړیوالې ټولنې په توګه که غواړو چې افغانستان ته بشري مرستې ورسوو، که غواړو چې واضح پیغام ولیږو چې نجونې باید ښوونځیو ته ولاړې شي، نو موږ اړ یو چې د طالبانو سره خبرې وکړو. د هغوی سره په تعامل کې واوسو."

د هانا نویمن په خبره،‌ په افغانستان کې د میرمنو لپاره وضعیت ډېر سخت شوی دی. هغه وايي:" ان کله چې بهر ته ځي هغوی ځورول کیږي، چې څه واغوندي او څه وانه غوندي. هر ځل باید دا توجیه کړي چې ولې کار ته ځي."

هغه وايي، د بیلګې په توګه په افغانستان کې د رسنیو ښځینه کار کوونکې نور ددې اجازه نه لري چې د نارینه وو سره مرکه وکړي او اجازه نه لري چې خبري غونډو ته ولاړې شي.

د اروپايي پارلمان دا غړې وايي، په افغانستان کې د رسنیو د ښځینه کار کوونکو شمېر چې مخکې ۲۸۰۰ وو اوس ۵۰۰ ته راټیټ شوی دی. نوموړې زیاتوي: ” کله چې پر طالبانو انتقادي راپور خپور شي، د استخباراتو ریاست یې خبریالان غواړي، ډارول کیږي او ځورول کیږي،او یو شمېر یې لا په زندان کې دي."

له هانا نویمن سره بشپړه مرکه دلته وګورئ.