څو اروپايي استازو د اروپا پارلمان ته د احمد مسعود د بلنې غوښتنه کړې

د اروپا د پارلمان شلو غړو داسې یو پریکړه لیک پیشنهاد کړی چې له مخې یې د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې مشر احمد مسعود د اروپا پارلمان ته دعوت شي.

ټاکل شوېده دغه پریکړه لیک چې پکې د افغانستان د راتلونکې‌ او "د خپلو اساسي آزادو او حقونو څخه د افغانانو د محروم کولو لپاره د طالبانو له هڅو" اندیښنه څرګنده شوې، د پنجشنبې په ورځ د اروپا په پارلمان کې رای ګیري ته وړاندې شي.

د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې د بهرنیو اړیکو د برخې مسول علي‌ میثم نظري د خپل فیسبوک په یوه پیغام کې ویلي دي چې ښاغلی مسعود ځکه غوښتل کیږي چې اروپا او نړۍ ته خپل پیغام بیان کړي.

د اروپا د پارلمان دغو شلو غړو د خپل پیشنهادي پریکړه لیک په پيش نویس کې ویلي دي طالبان په افغانستان کې په زور واک ته رسیدلي او د یادې ډلې موقته کابینه نه یوازې همه شموله نده ، بلکې نه مشروع ده او نه هم د افغانستان خلکو ته ځواب ویلي شي او حتی یو شمیر غړي یې د ترهګریزو بریدونو عاملین او د ملګرو ملتونو د بندیزونو او د امریکا د فدرال د تحقیقاتي ادارې د څار په لیست کې دي.

د اروپا د پارلمان دغو ۲۰ غړو ویلي، په رسمیت د طالبانو د دولت د پيژندلو په اړه لازم شرایط پوره شوي ندي او ټینګار شوی چې له طالبانو سره اړیکې باید ، د یادې ډلې پر غړو د بندیزونو د لغوه کیدو لامل نشي.

د اروپا د پارلمان غړو همدارنګه ویلي دي چې پاکستان په پنجشیر کې د ملي مقاومت د جبهې پر ضد په جګړه کې له طالبانو سره د ځانګړو ځواکونو او هوایي ملاتړ په برخو کې مرسته کړې ده.

پنجشیر د افغانستان وروستی ولایت دی چې طالبانو یې د نیولو لپاره د ملي مقاومت له جبهې سره نښتې وکړې او اوس هم د ملي مقاومت د جبهې یو شمیر غړي د هغه ولایت په یو شمیر برخو کې میشت دي.

د پنجشیر د جګړې پرمهال داسې راپورونه وو چې ګواکې پاکستاني الوتکو د مقاومت پر مرچلو بریدونه کړي دي. خو د طالبانو ډلې او پاکستان دا راپورونه رد کړي دي.

د اروپا د پارلمان غړو د افغانستان د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د رهبري د ناکامۍ له امله د خپګان په ښودلو سره ویلي دي چې د ښاغلي غني له خوا د خلکو د پیسو د غلا کیدو د ادعاوو په اړه باید څیړنې وشي.

یو شمیر رسنیو راپور ورکړی چې محمد اشرف غني د اګست په ۱۵ نیټه د جمهوري ریاست له ماڼۍ څخه د وتلو پر مهال ۱۶۹ میلیونه امریکایي ډالر له ځانه سره وړي دي. خو ښاغلي‌ غني ویلي دي چې "دا تورونه په بشپړ ډول او مطلقا درواغ دي."

په افغانستان کې ناوړه بشري او اقتصادي وضعیت ته په کتو، په دې پریکړه لیک کې ټینګار شوی چې اروپايي ټولنه او نړیواله ټولنه په افغانستان کې د وضعیت د خرابیدو د مخنیوي په هدف او اړمنو کسانو ته د مرستو د رسیدو په خاطر، په ځانګړې ډول پنجشیر کې چې د طالبانو په کلابندي کې دی، د غیر دولتي بنستونو او د ملګرو ملتونو د بنسټونو له لارې اقدام وشي.

که د ۳۶ مادو دغه پریکړه لیک د اروپا د پارلمان له خوا تائید شي، احمد مسعود به له خپل پلار احمد شاه مسعود وروسته د افغانستان د ملي مقاومت د جبهې دویم مشر وي چې د اروپا په پارلمان کې وینا کوي.

احمد شاه مسعود په ۲۰۰۱ کال کې د اروپايي پارلمانا د پخواني رئیس نیکول فانټین په بلنه، د اروپايي ټولنې په پارلمان کې وینا وکړه.