اروپایي ټولنه: د نجونو د زده کړو مخنیوی د طالبانو اعتبار کمزوری کوي

اروپايي ټولنې د طالبانو لخوا د نجونو پر مخ تر شپږم پورته ټولګیو بندولو په اړه غبرګون کې ویلي چې د نجونو د زده کړو مخنیوی به پر طالبانو د نړیوالو همکارانو د باور کمېدو لامل شي.

اروپايي ټولنې د دوشنبې په ورځ ناوخته مارچ ۲۹ (وري اتمه) په یوې اعلامیې کې د طالبانو دغه اقدام غندلی او هغه یې د ټولو ماشومانو د زده کړو له حق څخه ښکاره سرغړونه بللې ده.

یادې ټولنې زیاته کړې "هیڅ مذهبي او ټولنیز دلیل هیڅ کله نشي کولای چې دا ډول یو نابرابر چلند" توجیه کړي.

که څه هم د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و چې د نوي تعلیمي کال په لومړۍ ورځ به د نجونو او هلکانو پر مخ ټول ښوونځي پرانیستل شي، خو د تیرې چهارشنبې په ورځ یې په یوې اعلامیې کې وویل چې د نجونو تر شپږم پورته ټولګي به تر امر ثاني پوري بند وي.

د طالبانو د پوهنې وزارت په ښکاره د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو درسونو ځنډولو لپاره دوه دلیلونه وړاندې کړي دي.لومړی د شریعت مطابق د شرایطو برابرېدل او دوهم د افغاني دود او کلتور مطابق فضا رامنځته کېدل، خو د دغه معیارونو په اړه یې نور جزئیات نه دي ورکړي.

تر دې مخکې په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر سهیل شاهین ویلي و چې د نجونو د ښوونځیو تر پرانیستلو مخکې باید ځینو «عملي ستونزو» ته رسیدګي وشي.

اروپايي ټولنې ویلي چې طالبانو تر دې مخکې له نړیوالې ټولنې سره ژمنه کړې وه چې ټولو زده کوونکو ته به د زده کړو شرایط برابر کړي، خو په خبره یې د نجونو تر شپږم پورته ټولګیو بندل یې د طالبانو د ژمنې خلاف بللي دي.

اروپايي ټولنې ویلي چې د طالبانو دغه اقدام به په کور دننه او بهر د طالبانو حکومت د مشروعیت فرصت له منځه یوسي.

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش هم د مارچ میاشتې پر ۲۳مه وویل چې د نجونو د زده کړو مخه نیول د هغوی د حقوقو نقض دی او په خبره یې دافغانستان راتلوونکی هم ګواښي.

د امریکا متحده ایالاتو، کاناډا، فرانسې، ایټالیا، ناروې او برتانیې هم په یوې ګډې اعلامیې کې د طالبانو دغه اقدام غندلی و او د طالبانو له حکومت يې غوښتي و چې خپل پرېکړه بیرته واخلي او د نجونو پر مخ ښوونځي پرانیزي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر پنځلسمه پر افغانستان تر حاکمیت وروسته د هلکانو او تر شپږم ټولګي پوري د نجونو د ښوونځيو پرانیستلو خبر ورکړ، خو د نجونو تر شپږم پورته تولګي یې بند کړل.

د طالبانو د پوهنې وزارت ویلي و چې دوی په دې اړه پر یوې هر اړخیز طرحې کار کوي.

سره له دې چې د طالبانو د واکمنۍ څه باندې اووه میاشتې تیریږي تر اوسه د هغوي حکومت هیڅ یو هیواد یا نړیوالې ادارې په رسمیت ندی پیژندلی.

نجونو او میرمنو ته ښوونځي او پوهنتون ته د تګ اجازه ورکول د طالبانو څخه د نړیوالې ټولنې یوه مهم غوښتنه ده.

د ۱۹۶۹ څخه بیا تر ۲۰۰۱ کال پوري پر افغانستان د طالبانو د تیر حاکمیت پر مهال هم نجونو زده کړو ته لاس رسی نه لاره.