روسیې د سلواکیا، لیتوانیا، لتویا او ایستونیا د ۷ دپلومانانو د شړلو امر کړی

کرملین د دې هیوادونو دپلوماتان پدې خاطر شړي چې څه موده وړاندې یې د روسیې دپلوماتن شړلي و.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د چهارشنبې په ورځ اپریل ۲۸ (غویي ۸) د خپل هیواد څځه د سلواکیا، لیتوانیا، لتویا او ایستونیا هیوادونو د اوه دپلوماتانو د ایستلو امر کړی دی.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت د سلواکیا درېو، د لیتوانیا دوو انو د لتویا او ایستونیا یو یو د پلوماتانو ته یوه اونۍ وخت ورکړی چې له دغه هیواد څخه ووځي.

روسیه دغه څلور هیوادونه پدې ملامتوي چې د چک جمهوریت سره یې پیوستون ښودلی چې له پراګ څخه یې تیره اونۍ د اکثرو روسي دپلوماتانو د ایستلو امر کړی و.

مسکو د دې اروپایي هیوادونو دپلوماتان پداسې حال کې شړي چې څه موده وړانې همدې هیوادونو د روسیې دپلوماتان هم شړلي وو.

د چک جمهوریت د همدې میاشتې په سر کې د روسیې په یو شمیر دپلوماتانو تور ولګاوه او د هیواده یې وشړل چې په ۲۰۱۴ کال کې د مهماتو په یوې ډیپو کې په چاودنې کې یې د روسیې د جاسوسانو سره لاس درلود.

لتوانیا هم تیره اونۍ د روسیې ۲ دپلوماتان وشړل او د چک جمهوریت سره د خواخوږۍ د څرګندولو په هدف استونیا او لیتویا هم د د روسیې د سفارت د یو یو مامور د شړلو امر وکړ.

دا څلور واړه هیوادونه درې لسیزې وړاندې د پخواني شوروي اتحاد غړي خو په ۲۰۰۴ کال کې د اتحاد نه بیل شول او د اروپایي اتحادیې او ناټو غړي شول. دوي همدرانګه د کرملین تر ټولو سر سخت منتقدین دي.

تر دې وړاندې پولیڼد هم د امریکا د متحده ایالاتو سره د ملاتړ د څرګندولو په خاطر د روسیې ۳ دپلوماتان وشړل.

امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د روسیې د لاس وهنو په خاطر د دې هیواد ۱۰دپلوماتان وشړل او روسیې د دې اقدام په ځواب کې بالمثله عمل وکړي او تیره اوونۍ یې د پولیڼد ۵ دپلوماتانو ته امر وکړ چې د مسکو نه ووځي.