پولنډ: جریمه ورکوو، مسلمان مهاجر نه منو

د مهاجرو د منلو پر سر د اروپایي ټولنې شخړه

د اروپایي کمیسیون رئیس ویلي دي چې د مهاجرو په میشت کولو کې د ونډې د نه اخیستلو په خاطر به د اروپایي اتحادیې د دریو غړو هیوادونو چک جمهوریت، هنگري او پولنډ سره قانوني چلند وشي.

دا په داسې حال کې دي چې پولنډ ویلي دي چې دا غوره گڼي چې جریمه شي او یا هم محکمې ته کش شي، نه دا چې مسلمانو پناه غوښتونکو ته پناه ورکړي. د پولنډ حکومت په وار وار ویلي دي چې مسلمان مهاجر کیدای شي د ترهگرۍ گواښ رامنځ ته کړي.

د پولنډ د کورنیو چارو وزیر ماریوش بلاسچاک، ویلي دي چې حتی څو زره محدود مسلمان مهاجر کولای شي ددې هیواد راتلونکې ته گواښ رامنځ ته کړي.

ښاغلي بلاسچاک ویلي چې که مسلمانو پناه غوښتونکو ته په هغه هیواد کې ځای ورکړي، شمیر به یې په څو راتلونکو کلونو کې زرگونو تنو ته ورسیږي او بیا به سلو زرو او میلیونو ته ورسیږي.

هغه په دې اړوند ویلي دي چې مسلمانان منزوي ټولنې ایجادوي چې دا کار د ترهگرو سره کیدای شي مرسته وکړي.

په دې ترڅ کې د پولنډ په پلازمینه وارسا کې د چهارشنبې په ورځ مسلمانانو وروسته له هغې خپله یوه غونډه لغو کړه چې د هغه هیواد د ښي اړخه ملت پالو له لورې وگواښل شول.

د وارسا په ښار کې د مسلمانانو مشر احمد عتال، ویلي چې هغوی په انترنیټ کې مسلمانانو ته له نفرت او کرکې ډک پیغامونه ترلاسه کړي او حتا ښي اړخه ملت پالو گواښ کړی چې په وارسا کې د اسلامي فرهنگ مرکز به وسوزوي. هغه وایي په همدې دلیل یې د مسلمانانو غونډه کړې ده.

د غیر رسمي شمیرو له مخې په کال ٢٠٠٦ کې په پولنډ کې شاوخوا ٣١ زره مسلمانان اوسیدل چې ددې جملې نه شاوخوا ٢٥ زره یې مهاجر او محصلین وو، خو په څو تیرو کلونو کې اروپا ته د څه دپاسه یو میلیون مهاجرو په ورتگ سره کیدای دغه شمیرې بدلې شوې وي.

د اروپایي کمیسیون رئیس ژان کلود یونکر وایي د دوه کلن پروگرام له مخې چې ١٦٠٠٠٠ مهاجر سره وویشل شي دغو دریو هیوادونو "د څه دپاسه یو کال راهیسې هیڅ مهاجر نه دی منلی".

ښاغلی یونکر وویل چې " پرته له دې چې نن ددغو هیوادونو د سرغړونو په وړاندې اقدامات وشي، بله چاره نشته".

په ٢٠١٥ کې اروپا ته د څه دپاسه یو میلیون مهاجرو د ورتگ وروسته اروپایي کمیسیون د مهاجرت یوه پالیسي خپله کړه چې له مخې یې غړي هیوادونه په خپل منځ کې په عادلانه توگه ورغلي مهاجر وویشي. خو دمخه تر دې چې درې میاشتې وروسته د سپتامبر په میاشت کې ددغې طرحې نیټه پای ته ورسیږي یواځې ٢١ زره کسان ځای پر ځای شوي دي.

د اروپایي اتحادیې د غړو هیوادونو ترمنځ د ١٦٠٠٠٠ زرو مهاجرو د ویشلو پلان چې اکثریت یې په ایټالیا او یونان کې اوسیږي، د غړو هیوادونو د رائیو په اکثریت تصویب شوی و.

د چک جمهوریت، هنگري، رومانیا او سلواکیا ددغه طرحې پر ضد رایه ورکړې وه. هنگري او سلواکیا ددې اقدام پر ضد قانوني دعوا هم کړې ده.

خو د اروپایي کمیسیون مشر ښاغلی یونکر وایي مسله د اروپایي قانون مراعت کول دي نه د بندیزونو لگول". د هغه په وینا د اروپا پیوستون یو طرفه لار نه ده.

دوه کاله دمخه څه دپاسه یو میلیون مهاجر اکثریت یې د سوریې، افغانستان او عراق اوسیدونکي وو د سختو سمندري لارو او د جدي خطرونو د منلو وروسته ځانونه د اروپایي اتحادیې یو هیواد ته ورسول او یو ستر ناورین یې رامنځ ته کړ.

اټکل کیږي چې ددغو مهاجرو په ډله کې شاوخوا ٢٥٠ زره افغانان شامل دي.