د افغان سولې له روانو هڅو د امریکا او اروپايي ټولنې ملاتړ

په اعلامیه کې ویل شوي طالبان باید له تروریستي شبکو سره اړیکې پرېکړي

د امریکا او اروپايي ټولنې استازو په بروکسل کې د افغان مسئلې د سیاسي هواري د هڅو په برخه کې پر همکارۍ موافقه کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، د ملګرو ملتونو، اروپايي ټولنې، فرانسې، جرمني، ایټالیا، ناروې او بریتانیې استازو په بروکسل کې د ناټو په مرکز کې د افغان سولې په اړه تر غونډې وروسته یوه ګډه اعلامیه خپره کړې ده.

په دغه ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی، چې تلپاتې سوله د مخامخ خبرو او له افغان حکومت، طالبانو، افغان سیاسیونو او مشرانو سره د همکارۍ له لارې ممکنه ده.

د یادې اعلامیې له‌مخې د سولې په هر اړخیزې هوکړې سره نه یوازې په افغانستان کې جګړه ختمېږي، بلکې د سیمې او نړۍ له ثبات سره هم مرسته کوي.

امریکايي او اروپايي استازو په افغانستان کې له ټولو ښکېلو اړخونو څخه غوښتي چې، د سولې خبرو ته د زمینې برابرېدو په هدف د تاوتریخوالې او ملکي تلفاتو د کچې کمېدو په برخه کې جدي اقدام وکړي.

په دغه ګډه اعلامیه کې راغلي:"ټينګار وشو، چې د سولې په هر ډول هوکړه کې باید د مېرمنو، ځوانانو او اقلیتونو په ګډون د ټولو افغانانو له حقوقو څخه ساتنه وشي او د افغانانو له تېرو سیاسي، اقتصادي، اجتماعي او نورو لاسته راوړنو څخه باید دفاع وشي".

د دغه ناستې ګډونوالو په دوحه کې د افغان سولې په اړه د قطر او جرمني په کوربتوب د تېرې جون میاشتې د غونډې له پرېکړه لیک څخه په ملاتړ ټینګار کړی، چې د افغان سولې په اړه بل هر ډول جوړېدونکی کنفرانس باید د دوحې د ناستې له لاسته راوړنو سره سم وي.

په دغه ګډه اعلامیه کې له افغان ولسمشر، اجرائیه رئیس او نورو سیاسي مشرانو څخه غوښتل شوي، چې ژر تر ژره یو هر اړخیز مذاکراتي پلاوی رامنځته کړي.

په دغه اعلامیه کې د سولې خبرو په جریان کې د جګړې د ښکېلو اړخونو ترمنځ پر اوربند ټینګار شوی دی.

د امریکا او اروپايي ټولنې استازو یو ځل بیا له طالبانو غوښتي، چې د القاعده په ګډون له ټولو تروریستي شبکو سره خپلې اړیکې پرې کړي او په نورو هېوادونو کې له مېشتو تروریستانو څخه ملاتړ اعلان نه کړي.

په دغه بیان کې له طالبانو څخه غوښتل، تر څو ډاډ ورکړي، چې د القاعده، داعش او نورې نړیوالې تروریستي شبکې له افغان خاورې څخه د نورو هېوادونو پر ضد استفاده نه کوي.

د امریکا او اروپايي ټولنې استازو همدرانګه له داخلي او بهرنیو ګواښونو سره د مبارزې په هدف له افغان سر تېرو او نورو حکومتي ادارو سره د نړیوالې ټولنې پر همکارۍ ټینګار کړی دی.

په دغه اعلامیه کې راغلي:"موافقه وشوه، چې د سولې تر هوکړې وروسته، د افغانستان د بیارغونې لپاره د نړیوالې ټولنې مرستې یوه اړتیا ده، او په ۲۰۲۰ کال به له افغانستان څخه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په اړه د یو بریالي کنفرانس شاهدان یو".