ملکیانو سوریه کې داعش ضد عملیات ټکني کړي

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه

د امریکا د متحده ایالاتونو په ملاتړ د سوریې دیموکراتیک ځواکونه وایي د داعش تر ولکې لاندې سیمو کې د ملکیانو شتون د دوی عملیات ټکني کړې دي.

دغه ځواکونه وایي په تیرو لسو ورځو کې شاوخوا شل زره ملکي وګړي چې ځانونه عراقیان ښیي له یو شمیر سیمو وتلي دي.

د سوریې د دیموکراتیکو ځواکونو ویاند مصطفی بالي وايي د سوریې په جنوب کې د داعش په وروستي مرکز باغوز کلي کې به ۴۰۰ تر ۶۰۰ داعش جنګیالي وي.

هغه وویل" دوه مسلې پر دې جگړه مستقم اغیز کوي. اول، هغه ترهگر چې دلته راټول شوي تر ټولو غوره ترهگر دي چې د نړۍ له گوټ گوټ، اروپا ، افغانستان، پاکستان، عراق او نورو هیوادونو څخه راغلي او ټول روزل شوي او تجربه کاره ترهگر دي چې القاعده سره یې کار کړیدی. دویم؛ هغوی د خپل وروستي مرکز څخه دفاع کوي."

د سوریې دیموکراتیک ځواکونه وايي که په نږدې وختونو کې له دې سیمې ملکي وګړي ویستل شي جگړه به څو ورځو کې پای ته ورسیږي.

اخوا د امریکا جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د فبروري په ۱۱ نیټه په تکساس ایالت کې خپلو ګڼ شمیر مینه والو ته د وینا پرمهال وویل کیدای شي یوه اوونۍ کې په عراق او سوریه کې د داعش پر وړاندې سل په سلو کې د بریا اعلان وکړي.

ډانلډ ټرمپ وویل" په سوریې او عراق کې زموږ زړورو جنگیاليو سل په سلو کې سیمې د داعش له منگولو ازاده کړي دي. دا به ژر اعلان شي. کله چې زه د امریکا ولسمشر شوم، په منځني ختیځ کې ډیره گډوډي وه."

ډانلډ ټرمپ په تېره ډسمبر میاشت کې په یوې حیراونکې پریکړه کې له سوريې څخه د امریکايي سرتېرو د ایستلو اعلان وکړ.

ولسمشر ټرمپ ویلي په سوریه کې داعش ډله ماته شوې او هلته نور امریکايي سرتېرو ته اړتیا نه لیدل کېږي. په سوریه کې دا مهال شاوخوا دوه زره امریکايي سرتېري میشت دي.

Your browser doesn’t support HTML5

سوري جنیګالي