امریکا کې یو تن چې د ټرمپ مالي اسناد یې افشا کړي وو، پنځه کاله بندي شو

د متحده ایالاتو داخلي عوایدو خدماتو ادارې یو پخوانی قراردادي چې د مخکني جمهور رئیس دونالډ ټرمپ او زرګونو نورو شتمنو امریکایانو مالي اسناد یې مطبوعاتو ته افشا کړي وو، دوشنبه جنوري ۲۹ (سلواغې ۹) په پنځو کالونو بند محکوم شو.

د آی آر ایس دا پخوانی قراردادي چارلز لیټل جان چې ۳۸ کاله عمر لري، د تیر کال اکټوبر په میاشت کې یې خپل جرم منلې و چې د مالیې راټولولو دې سازمان د اجازې پرته یې د زرګونو کسانو د عوایدو او مالیې اړوند اسناد مطبوعاتو ته ورکړي و.

په پایتخت واشنګټن ډي سي کې د ولسوالۍ قاضۍ انا ریس په ښاغلي لیټل جان د سزا دا پریکړه وکړله.

فدرالي څارنوالانو هم دې پخواني قراردادي ته د پنځو کالونو بند تیرولو غوښتنه کوله چې د متحده ایالاتو قوانینو له مخې په دا ډول تور تورن شخص ته تر ټولو لوړه سزا ده.

څارنوالانو په محکمې کې استدلال کاوه چې لیټل جان د اسنادو خپرول د سیاسي انګیزې له کبله کړي او د خلکو شخصي معلومات یې افشا کړي. څارنوالانو دا هم ویلي چې دې قراردادي په ۲۰۱۷ کال کې د سلا مشورې ورکولو یوې ادارې سره پدې هیلې کار پیل کړی و چې د ښاغلي ټرمپ شخصي اسنادو ته لاسرسی ولري او افشا یې کړي.

ټرمپ د دې اسنادو افشا کیدو پر وخت د متحده ایالاتو جمهور رئیس و.

د لیټل جان مدافع وکیلې بیا ویلي چې مؤکل یې د ټرمپ او نورو زرګونو شتمنو امریکایانو د مالیې اړوند اسناد پدې خاطر افشا کړي چې پدې هکله یې "ژوره او اخلاقي عقیده" درلوده چي عام ولس د دي اسنادو لیدو حق درلود.

د ښاغلي لیټل جان مدافع وکیلانو همدرانګه ویلي چې هغه پخپلې کړنې پښیمان دی.

لیټلجان په ۲۰۱۸ کال کې په پټه توګه د ښاغلي ټرمپ مالیې په هکله د څو کالونو اسناد د IRS ویب پاڼې څخه اخیستي و او بیا یې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریالانو ته ورکړي و.

دې ورځپاڼې په ۲۰۲۰ کال کې د همدې موضوع په هکله د مقالو یوه لړۍ خپره کړله او دا یې په ډاګه کړله چې جمهور رئیس ټرمپ سپینې ماڼۍ ته تر راتګ ۱۰ یا ۱۵ کاله وړاندې د خپل عاید هیڅ مالیه نه وه ورکړې.

ډونالډ ټرمپ د متحده ایالاتو یوازینی جمهور رئیس دی چې په ۲۰۱۶ کال کې کله یې چې د جمهوري ریاست انتخاباتو ته ځان کاندید کړی و، د خپلې مالې په هکله یې اسناد نه و خپاره کړي خو د کانګرس استازو مجلس یو پلاوي په ۲۰۲۲ کال کې د محکمې یو جنجال څخه وروسته د ښاغلي ټرمپ د شپږو کالونو مالیې اسناد خپاره کړل.