ارګ:جهادي مشران بیت المقدس په اړه د افغان حکومت له دریځ ملاتړ کوي

د امریکا جمهوررئیس خپل خارجه وزارت لارښونه کړې چې په اسرائلو کې د امریکا سفار بیت المقدس ته انتقال کړي.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني او اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تیرماښام په ارګ کې د جمهوررئیس ډونالډ ټرمپ د ادارې له خوا د اسرائلو د پایتخت په توګه د بیت المقدس د پیژندلو او دغه ښار ته د امریکا د سفارت د لیږد په مسله د افغانستان د پخوانیو مجاهدینو د یو شمیر مشرانو، چارواکو و سیاسي مشرانو سره سلامشورې کړي دي.

د دې غونډې د جوړیدو وړاندې افغان حکومت د جمهوررئیس ټرمپ دې پریکړې سره مخالفت وښود او دا پریکړه یې یوه اړخیزه وګڼله او ویې ویل چې افغان حکومتپه دې پریکړه خواشینی شوی.

د پخوانیو مجاهدینو یو شمیر مشرانو او طالبانو هم په جلا جلا بیانونو کې د جمهوررئیس ټرمپ د پریکړې د غندلو ترڅنګ ددغې پریکړې د ناوړه پایلو په اړه خبرداری ورکړی دی.

افغانستان کې د نورو یو شمیر اسلامي هیوادونو په څیر نن د جمعې په ورځ د امریکا د جمهوررئیس د دغې پریکړې په غبرګون کې د لاریونونو غږ شوی دی.

په کابل کې د څو جوماتونو مخې ته له وړاندې په زیات شمیرد بلواضد پولیس ځای پرشوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست په یوبیان کې ویلي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني سره تیر ماښامپه ارګ کې د ناستې برخه والو د بیت المقدس په رسیمت پېژندلو او دې ښار ته د امریکا د سفارت د انتقال په اړه د افغان حکومتدریځواضح او پر وخت ګڼلی او ددغه دریځ هرکلییې کړی.

د ارګ په دې بیان کېد ګډون کوونکو له خولې ویل شوي " د ملي یووالي حکومت دریځ د افغانستان د خلکو او اسلامي نړۍ د نظریاتو منعکس کوونکی دی".

د دې ناستې برخه والو ویلي دا چې د افغانستان حکومت په ملي او بین المللي کچه د مسلمانانو د حقونو د ملاتړ په موخه د ملي او اسلامي وجیبې په توګه خپلو کوښښونو ته ادامه ورکوي او د افغانستان د خلکو ښه استازیتوب کوي، قدرداني یې کوو.

جمهوررئیس غني دې ناستې ته په وینا کې ویلي " نن د نړۍ مسلمانانو ته سخته ورځ ده او موږ باید د دې هېواد د مسوولینو او رهبرانو په توګه له پوره تدبیر څخه کار واخلو او پرېنږدو چې د افغانستان دښمنان له دې وضعیت څخه ناوړه ګټه واخلي".

همداشان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپله وینا کې ویلي چې د ملګرو ملتونو، د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان او د ټولو بین المللي بنسټونو په ناستو کې د افغانستان حکومت دریځ په دې اړه واضح دی او موږ د خپلو خلکو لیدلوري ته منعکس ورکوو.