په دایکنډي کې د ځوانانو د ځانوژنې پیښې زیاتې شوي

سږکال په دایکنډي کې له څلویښتو زیاتو هلکانو او نجونو په ځان وژنې لاس پورې کړی دی.

د دایکنډي چارواکي په دغه ولایت کې په ځانوژنه د ځوانانو د لاس پورې کولو د شمېرو د زیاتوالي خبر ورکوي، که څه هم پخوا ډېر کله نجونو په دغه ولایت کې په ځانوژنه لاس پورې کاوه، خو دا کال د نارینه وو په منځ کې هم د ځانوژنې پیښې لیدل شوي.

د دایکنډي د دولتي چارواکو د شمېرو پر اساس د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کې په دغه ولایت کې د ځانوژنې نژدې پنځوس پیښې ثبت شوې دي.

په دایکنډي کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ولایتي دفتر رئیس جواد دادګر وايي چې په ځانوژنه لاس پورې کول د دې ولایت په خلکو کې په یوه عادي چاره بدله شوې. ښاغلی دادګر وايي " د روان کال له پیله تر اوسه د ځانوژنې د هڅې ۳۴ پیښې په کمیسیون کې ثبت شوي، چې دغه پیښې څارل شوي دي، له دغو پېښو څخه دوې پیښې یې په ځانوژنه کې بریالۍ وي او قربانیانو یې ژوند له لاسه ورکړی دی. "

د دایکنډي د ښځو چارو ریاست هم په دغه ولایت کې د ځوانانو له خوا د ځانوژنې د هڅو په اړه اندېښمن دی.

د دایکنډي د ښځو چارو رئیسه ذکیه رضايي وايي چې تېر کال په دوولسو میاشتو کې د ځانوژنې د هڅو څه د پاسه ۴۰ پیښې په دغه ریاست کې ثبت شوې وې، په داسې حال کې چې دا کال یوازې په شپږو میاشتو کې په دومره کچه پیښې ثبت شوي دي.

د دایکنډي ولایتي روغتون هم په دغه ولایت کې د ځوانانو د ځانوژنې پیښې ټکان ورکوونکې بولي. د دغه روغتون د شمېرو پر بنسټ زیاتره هغه کسان چې په ځانوژنه تر لاس پورې کولو وروسته دغه روغتون ته لېږدول کیږي له ۱۵ تر ۳۰ کلونو عمر لري.

د دایکنډي د ولایتي روغتون یو ډاکټر خان محمد همتا په دې اړه وايي " دا کال ۴۲ مېرمنې، او ۷ نارینه چې په ځانوژنه یې لاس پورې کړی و د دوی روغتون ته لېږدول شوي چې له بده مرغه دوو یې ژوند له لاسه ورکړ."

د دایکنډي روغتیايي چارواکي وايي چې زیاتره کسان د موږک وژنې او کیمیاوي ګولیو په خوړولو د ځانوژنې هڅه کوي.

د ډاکټر همتا په خبره چې د دغو پېښو زیاتره لاملونه کورني اختلافات، بیکاري، د ځوانانو د عواطفو ماتونه او خپګان دی.

دایکنډي د افغانستان یو له هغه ولایتونو څخه دی چې لږ پرمختګ یې کړی او زیاتره اوسېدونکي یې د فقر تر کرښه لاندې ژوند کوي.

د بامیان پوهنتون د ټولنپوهنې څانګې استاد محمد رسول کریمي په ځوانانو کې د ځانوژنې د لاملونو په اړه امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل " په کار ده چې دغه پیښې وڅېړل شي او ارزونه یې وشي، خو په دایکنډي کې د فقر، بیکارۍ، په ژوند کې د ځوانانو د غوښتنو نه پوره کېدا، په ټولنه کې منفي رواجونه هغه لاملونه دي چې کېدای شي په دغه ولایت کې د ځوانانو له خوا په ځانوژنه د لاس پورې کولو سبب وګڼل شي."

کارپوهان وايي چې دولت کولای شي د ځینو اقداماتو لکه د ځوانانو د اړتیا وړ امکاناتو په برابرولو، د تاوتریخوالي عاملینو ته په سزا ورکولو، د منفي رواجونو له منځه وړلو او د خلکو د پوهاوي په لوړولو سره په دایکنډي کې د دغې ستونزې مخنیوی وکړي.

له ښځو سره د تاوتریخوالي زیاتوالی

په دایکنډي کې د ځوانانو په منځ کې د ځانوژنې د ډېرېدو تر څنګ له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښې هم زیاتې شوي دي.

د دایکنډي د ښځو چارو رئیسه ذکیه رضايي وايي چې د روان کال په لومړي نیمايي کې له ښځو سره د تاوتریخوالي پیښې د تېر کال په پرتله زیاتې شوي دي.

رضايي وايي " موږ تېر کال د تاوتریخوالي ۱۶۴ پیښې درلودې، خو دا کال چې لومړۍ شپږ میاشتې یې تېرې شوي د تاوتریخوالي ۱۱۷ پیښې لرو چې د تېر کال په پرتله پام وړ زیاتوالی راغلی."

په دایکنډي کې د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دفتر وايي چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۱۵۱ پیښې په دغه اداره کې ثبت شوي دي.