دونالد ټرمپ پر خامنه یي د بندیزونو فرمان لاس لیک کړ

د امریکا جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ یو نوی اجرائیوي فرمان لاس لیک کړ او د ایران په ستر مذهبي مشر آیت الله خامنهیي او د هغه پر دفتر یې بندیزونه ولگول.

جمهور رئیس ټرمپ د دوشنبې په ورځ د جون په ٢۴ (چنگاښ ٣) خبریالانو ته وویل د ایران د مشر او د هغه په دفتر په بندیز لگولو سره ټولو مالي منابعو ته د آیت الله خامنه‌یي لاس رسی قطع کیږي.

ښاغلي ټرمپ وویل چې د ایران مشر د خصمانه اقداماتو مسؤل دی.

هغه زیاته کړه: "یواځې کولای شو ووایو چې مونږ هیڅکله نشو کولای اجازه ورکړو ایران اټومي وسله ولري. ایران باید د تروریزم له ملاتړ لاس واخلي."

د امریکا د متحده ایالاتو جمهور رئیس د ایران سره مذاکراتو ته د خپلې لیوالتیا په اړه وویل: "غواړو مذاکره وکړو، که هغوی وغواړي. که ونه غواړي هم ستونزه نشته، خو مونږ خوښیږو چې دا کار وشي او صادقانه ووایم، ښایي ډیر ژر دغه کار وشي".

هغه زیاته کړه: "مونږ د ایران او یا بل کوم هیواد سره د نښتې په لټه کې نه یو... ډیره حوصله مو وکړه، خو دا پدې معنی ندي چې په راتلونکې کې به بیا هم دا کار وکړو."

په همدې حال کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د ایران په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو ځانگړې استازی برایان هوک، په سیمه کې دي او د خپلو متحدینو سره سلا مشورې کوي.

د اسوشیتدپرس اژانس د رپوټ له مخې مایک پمپیو نن د عربستان د پاچا ملک سلمان او ولیعهد محمد بن سلمان سره جلا جلا غونډې کړیدي. امریکا کوښښ کوي چې د ایران په خلاف نړیوال ائتلاف جوړ کړي.