په تاشکند کې هوایي ډګر ته نژدې چاودنه شوې او اور لګېدلی

د اوزبیکستان په مرکز کې هوایي ډګر ته نژډې چاودنه شوې او اور بل شوی دی

په اوزبیکستان کې رسنۍ وايي چې په مرکز تاشکند کې هوايي ډګر ته نژدې د پنجشنبې په شپه کې چاودنه شوې او اور بل شوی.

چارواکي وایي په اور کې یو شمېر خلک ژوبل شوي دي.

د «Nova24» ویبسایټ د عیني شاهدانو له خولې لیکلي دي چې چاودنه هوايي ډګر ته نژدې په یو کودام کې شوې ده. په ټولنیزو رسنیو کې په خپرو شویو ویدیوګانو کې ښودل کېږي، چې د اور شغلې بلې دي او لوګي پورته کېږي.

د اوزبیکستان د روغتیا وزارت وايي چې په شپه کې په یو ګودام کې «د اور لګېدو» د یوې پېښې په اړه راپور ورکړل شوی او یو شمېر کسان، چې تعداد یې معلوم نه دی، روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

دغه وزارت په ټیلیګرام کې لیکلي دی: «د اوس لپاره په زخمیانو کې کوم شدید زخمي نشته. دا مهال ډاکټران لګیا دي او ضروري طبي مرسته برابروي.»

وزارت ویلي دي چې د پېښې په ځای کې او ورڅېرمه ودانیو کې د ژوبل شویو کسانو لپاره هم طبي مرستې برابرې شوې دي.

د اوزبیکستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې اور د «تالنده برېښنا» له کبله په یو کودام کې بل شوی دی.

د منځنۍ اسیا دا هېواد، د پخواني شوروي اتحاد ډېر نفوس لرونکی هېواد بلل کېږي. په دغه هېواد کې وخت ناوخت د خرابو تجهیزاتو او حفاظتي معیارونو ته د نه پاملرنې له کبله د اور لګېدو پېښې کېږي.‌ خو بیا هم په دې اندازه اور لګیدنه بېسارې بلل کېږي.