د خوست ولایت چارواکي وایي چې د نادرشاه کوټ په ولسوالۍ کې د فوټبال په میدان کې یوې چاودنې لږ تر لږه درې کسان وژلي او شاوخوا لس نور یې ژوبل کړي دي.
چاودنه د دوشنبې په ورځ (مارچ۲) په ځايي وخت مازدیګر شوې ده. یو چارواکي امریکا غږ ته وویل چې ماین په یو موټر سایکل کې اېښودل شوی و او وژل شوي ټول ولسي خلک دي چې د لوبې لیدو ته راټول وو.
د خوست د عامې روغتیا مشر حبیب شاه انصاري وایي چې روغتون ته ۱۱ ټپیان انتقال شوي دي. د زخمیانو عمرونه د ۱۵ او ۳۰ ترمنځ ښودل شوي دي.
د خوست والي حلیم فدايي په خپل ټویټر کې هم دا خبر خپور کړی دی.
نن ۵:۱۵ دقیقي د هیواد او ولس دوښمنانو د شمبوات کلي، زنه خېل سیمه کې چې د نادرشاه کوټ اړوند دی؛ د یوه موټر سايکل بمب په ذریعه د فوټبال په یوه مسابقه کې انفجار ورکړ. په نتیجه کې ۳ ملکیان نجیب الله، سمیع الله او محمد رسول شهیدان او ۸ ملکي وګړي زخمیان/ملکي روغتون ته انتقال کړيدی.
— Halim Fidai (@GovFidai) March 2, 2020
تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا نه دی اخیستی. دا برید داسې مهال کيږي چې دوه ورځې مخکې په افغانستان کې د تاوتریخوالي د کمولو اونۍ ختمه شوه او طالبانو له امریکا سره (افغانستان کې د سولې راوستلو تړون) لاسلیک کړ.
دا تړون له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو وتلو او بین الافغاني مذاکراتو ته لار پرانیزي.