د ننګرهار اچین ولسوالۍ کې چاودنې یولس ملکیان وژلي

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي چې نن له غرمې مخکې یولس بجې د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې په یو سراچه موټر ماین چاودنه کې یولس ملکیان وژل شوي.

د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې چاودنه په داسې حال کې شوې ده چې د ملکیانو موټر د مامند څخه پر لاره و او له سولۍ ‌‌‌‌‌‌ډک و.

نوموی وايي چې په وژل شويو کې شپږ ماشومان او یوه مېرمن هم شامله ده .

د مامند درې په لوړو څوکو کې داعش وسله وال حاکم دي.

تر اوسه ددغې پېښې مسولیت کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې په غاړه نه دی اخیستی.

د اچین ولسوالۍ یو قومي مشر ملک کمین امریکا غږ ته وویل چې وژل شوي ټول د یوې کورنۍ غړي دي، غوښتل یې چې د داعش له وېرې راښکته سیمو ته راووځي خو چاودنه پرې شوې ده.

د اچین ولسوالۍ یو اوسېدونکی قیوم جان وايي چې چاودنه دومره زوروره وه چې هیڅوک ترې ژوندي نه دي وتلي.

کونړ کې ‌‌‌‌‌‌ډرون برید درې ماشومان وژلي

د کونړ د والي ویاند غني مصمم امریکا غږ ته وویل چې تېره ورځ د نرګ ولسوالۍ با‌‌‌‌‌‌ډېل دره کې ‌‌‌‌‌‌ډرون برید کې درې ماشومان وژل شوي چې دوه پکې جینکۍ دي.

د سیمې خلکو له نن سهار راهیسې جنازې د سرک پر سر ایښي او د کونړ جلال اباد لاره یې تړلې ده او لاریون یې پیل کړې دی.