پکتیکا کې چاودنې د سیمه‌يیزو پولیسو د قومندان د کورنۍ ۵ غړي وژلي

چاودنه نن له غرمې مخکې د سیمه‌ییزو پولیسو د یو قومندان په کور کې شوې ده.

د پکيتکا په جاني خېلو ولسوالۍ کې د سيمه ييزو پوليسو د يوه قوماندان په کور کې چاودنې د ښځو او ماشومانو په ګډون پنځه کسه وژلي او اوه نور یې ټپیان کړي دي.

د پکتيکا د والي وياند محمدالرحمن اياز امريکاغږ ته وويل، دغه چاودنه نن غرمه مهال شاوخوا يوولس بجې په يوه موټرسايکل کې د ځای پرځای شويو چاودېدونکو موادو له امله شوې ده.

هغه وويل: ”موټرسايکل ناپېژاندو کسانو د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان عبدالشکور د کور مخې ته درولی و، وروسته ماشومانو له ځان سره کور ته بيولی او په کور کې دننه يې چاودنه کړې ده‟.

د والي وياند محمدالرحمن اياز زياته کړه، چې د لومړنيو راپورونو له مخې په دې پېښه کې څلور ماشومان او يوه ښځه وژل شوي او د ښځو او ماشومانو په ګډون اووه کسان ټپيان شوي دي.

هغه وويل، ممکن د وژل شوو او ټپيانو په شمېر کې تغير راشي، ځکه پېښه په يوه لېرې پرته سيمه کې شوې ده.

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پرغاړه نه دی اخيستی، خو چارواکي يې د حکومت وسله والو مخالفينو کار بولي.