جلال اباد کې د حکمتیار غونډې ته نژدې چاودنې څلور تنه ووژل

د اسلامي حزب غونډې سره نږدې دا چاودنه شاوخوا یوه بجه وشوه، چې د پولیسو د وینا له مخې ماشومان هم په کې ټپیان شوي.

د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار کې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار یوې غونډې ته څېرمه پر کاسټر موټر چاودنې څلور کسان وژلي او لس نور یې زخمیان شوي دي.

چاودنه له غرمې وروسته له یو موټر سایکل څخه په ګټې اخیستنې د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار د هغې غونډې سره نژدې شوې چې نن سهار یې خپلو زرګونو پلویانو ته وینا پکې وکړه.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې چاودنه کې څلور عام خلک وژل شوي او لسنور زخمیان دي.

هغه وویل په ټپیانو کې ځینې ماشومان هم شامل دي.

د پېښې عیني شاهدانو امریکا غږ ته وویل چې چاودنه په هغه کاسټر موټر شوې ده چې د حزب اسلامي پلویان پکې ناست وو او په یاد موټر د حزب اسلامي بېرغونه هم لګېدلي وو. تر اوسه ددغې پېښې مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار خپلو زرګونو پلویانو ته د جلال اباد په فوټبال میدان کې وینا وکړه او ویې ویل چې په راتلونکو ټاکنو کې دې ولس په پراخه توګه ګډون وکړي او تر څو پارلمان له اوسني حالته راوباسي.

ښاغلي حکمتیار وویل:" د اوسني پارلمان په نوم اخیستو خلک شرمېږي، پارلمان د وکیلانو د پېر او پلور په مارکیټ بدل شوی دی، نو باید چې راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلئ، د تېرو ټاکنو په څېر باید نه وي، شفافې وې، د نا امنه سیمو خلک او مهاجرین هم پکې برخه واخلي".

هغه وویل:" د ملي وحدت حکومت هم په رایو نه دی جوړ شوی، د جانکیري په امر او هدایت جوړ شوی دی".

هغه په افغانستان کې د روانې جکړې په اړه هم خبرې وکړې او ویې ویل، چې دا جنګ چې په کې یو بې ګنا انسان وژل کېږي هیڅ جواز نه لري، هغه به ډېر احمق وي چې دداسې جنګ تایید کوي.