خوست کې د اسلامي حزب غونډې سره نږدې چاودنه شوې

خوست کې امنیتي چارواکي وايي، په چاودنه کې چا ته د سر زیان نه دی رسیدلی.

نن شاوخوا یوه نیمه بجه کله چې د خوست د فوټبال په سټیډیوم کې د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یوې غونډې ته، چې په کې زرګونو کسانو ګډون کړی وو وینا کوله، د غونډې له ځای سره نږدې چاودنه وشوه.

د خوست د امنیه قوماندانۍ سرپرست سمونوال عبدالحنان ځدراڼ امریکا غږ آشنا ته وویل، چې د خوست ښار د څرمونو په یو دوکان کې د چاودیدونکو توکو چاودنه شوې، خو چا ته په کې د سر زیان نه دی رسیدلی.

ښاغلي ځدراڼ وویل، چې د پیښې په اړه پلټنې روانې دي.

د یکشنبې په ورځ د خوست د فوټبال په اسټیډیوم کې د اسلامي حزب له خوا یوه لویه غونډه رابلل شوې وه، کله چې دغې غونډې ته د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وینا کوله، په اسټوډيوم کې دننه د یوې درنې چاودنې غږ واوریدل شو.

چاودنه د ښاغلي حکمتیار د وینا پر مهال وشوه، خو هغه خپلې وینا ته دوام ورکړ او په یو لړ ملي او نړیوالو مسایلو یې خبرې وکړې.

ښاغلي حکمتیار په خپلو خبرو کې له طالبانو سره پر سولې او د راروانو پارلماني ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار وکړ.

هغه پر وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې د سولې لار غوره کړي او پرته له کوم بهرني فشار څخه له افغان حکومت سره مخامخ مذاکراتو ته کښېني.

د اسلامي حزب مشر وویل، که وسله وال طالبان د سولې مذاکرات پيل کړي، دوی به يې له ټولو معقولو غوښتنو څخه ملاتړ وکړي.

ښاغلي حکمتيار زياته کړه، په داسې حال کې چې اوسمهال د هېواد په ۲۵ ولايتونو کې جګړه دوام لري، دې جګړې قومي بڼه غوره کړې او په دې برخه کې يې په غور او ځينو شمالي ولايتونو کې د يو شمېر قومونو ترمنځ شخړو ته اشاره وکړه.

نوموړي وويل "په غور ولايت کې د بيان او پهلوان قومونو ترمنځ جګړه روانه ده. يو يې د بهرنيو قوتونو له مرستو برخمن دی او بل يې رټل شوی، کورونه يې لوټول شوي او کورنۍ يې مهاجرې شوې دي".

ګلبدين حکمتيار د پارلمان پر ټاکنو هم وغږيده او له ټولو سياسي ګوندونو او قومونو څخه يې وغوښتل، چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو کې برخه واخلي.

نوموړي وويل چې له سياسي ګوندونو او قومونو پرته د ټاکنو په نتيجه کې رامنځته شوی حکومت کمزوری او پارلمان به يې داسې وي لکه اوسنی پارلمان چې د وکيلانو د پېر او پلور په مارکېټ تبديل شوی دی.

هغه په ټاکلي وخت د راتلونکو پارلماني ټاکنو په ترسره کیدو ټینګار وکړ او ویې ویل "موږ په خپل وخت د ټاکنو ترسره کېدل غواړو او نه هم د ټاکنو په کمېسيون کې تغيرات غواړو، ځکه دا بيا ټاکنې ځنډوي. له ټاکنو څخه بايد له روانو بحراني حالاتو څخه د وتلو لپاره د يوې وسيلې په توګه استفاده وکړي‟.

نوموړي دغه راز د لويې پکتيا د ځدراڼو قوم ته په اشارې سره وويل، چې د جلال الدين حقاني له کبله په افغان حکومت کې لوړپوړي چارواکي نه لري او له حکومت څخه بې برخې دی.

ده زياته کړه "ځدراڼ د لويې پکتيا په ۱۱ ولسواليو کې مېشت دي، خو په حکومت کې هيڅ ونډه نه ده ورکړل شوې.ښايي چې مولوي جلال الدين حقاني ځدراڼ دی، د امريکايانو په خلاف جنګيدلی او اوس امريکا د جلال الدين حقاني غچ د ځدراڼو له قوم اخلي".

د اسلامي حزب مشر ګلبدين حکمتيار د خپلې وينا په وروستۍ برخه کې د امريکا متحده ايالاتو د جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ له لوري د اسرائيلو د پلازمنې په توګه د بيت المقدس نومول په سيمه کې د يوې بلې جګړې پيل وباله.

هغه وويل "دا پرېکړه پر دې سيمې باندې د يوې بلې جګړې د تپلو معنی لري. دا څو لسيزې کېږي چې د نړۍ ټول جنګونه په اسلامي هېوادونو کې روان دي او د افغانستان جګړه عراق او سوريې ته انتقال شوه. دا د امريکا پخوانۍ پرېکړه وه".

د اسلامي حزب مشر دغه راز له خوستیانو سره ژمنه وکړه، چې په دغه ولایت کې به یو معیاري پوهنتون جوړ کړي.