کابل کې ځانمرګي برید پنځه کسان ووژل او ۲۳ یې ټپیان کړل

د دفاع وزارت وايي یو ځانمرګي د دفاع وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست ته نژدې ځان الوزولی دی

د افغانستان د دفاع وزارت وايي یو ځانمرګي د دغه وزارت د بهرنیو اړیکو ریاست ته نژدې ځان الوزولی دی او لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي د پیښې له ځای څخه پنځه مړي او ۲۳ زخمیان روغتون ته انتقال کړل شوي دي.

د دفاع وزارت وايي په برید کې د هغوې کار کوونکو ته زیان رسېدلی نه دی. خو رویټرز وايي عیني شاهدانو ورته ویلي چې اته مړي یې لیدلي دي​. د داعش ډلې ادعا کړې ده چې برید هغوې کړی دی.

د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند بصیراحمد مجاهد امریکا غږ اشنا ته وویل، چې چاودنه د وزیر اکبر خان مېنې په ۱۴ سرک کې شوې ده.

شاید د وژل شویو او زخمیانو په شمېر کې تغیر راشي. پولیسو سیمه کلابند کړې او د پيښې ځای ته د امبولانسونو تګ راتګ پیل شوی دی.

د وزیر اکبر خان مېنه یوه ډپلوماټیکه سیمه ده، چې تل په کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وي.