لویې جرګې خیمې سره نږدې ځانمرګي برید اوه تنه وژلي

د کابل پولیس وايي، چې نن یوولس نیمې بجې د کابل ښار په پنځمه امنیتي حوزه کې د پولیتخنیک په پوهنتون کې د لویې جرګې له تالاره سره نېږدې یوه ځانمرګي برید کوونکي چاودیدونکي توکي الوزولي، چې له امله یې اوه تنه وژل شوي او نهه تنه ژوبل شوي.

د کابل د پولیسو ویاند حشمت ستانکزي له امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې وویل چې په دې ځانمرګي برید کې په اوو وژل شوو کې یو یې پولیس او شپږ نور ملکي وګړي دي.

همداشان ښاغلي ستانکزي وویل، چې د پیښې په نهو ټپیانو کې اوه ملکي وګړي او دوه پولیس شامل دي.

د کابل د پولیسو ویاند وویل، ځانمرګي برید کوونکي غوښته چې د لویې جرګې تالار ته ننوځي.

هغه وویل ځانمرګی برید پداسې حال کې شوی چې د لویې جرګې له تالار نه علماء د وتلو په حال کې وو.

حشمت ستانکزي وویل چې پولیسو سیمې ته رسېدلي او سیمه کلابنده شوې ده.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او تراوسه یې روغتونونو ته شپږ جسدونه او ۱۸ ټپیان لیږدولي دي.

د پیښې یو عیني شاهد امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې د برید پر مهال دیني عالمان له دغې خیمې وتلي وو.

هغه وویل، چې بریدګر ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته په هغه ځای کې چاودنه ورکړه چیرته، چې امنیتي ساتوونکي ولاړ وو.

عیني شاهدان وايي، د چاودنې غږ زورور وو.

دا چاودنه د پولیتخنیک پوهنتون په انګړ کې د لویې جرګې خیمې سره نږدې، چې نن سهار په کې د دوو زرو په شاوخوا کې دیني علماوو راټول شوي وو او د یوې فتوه په صادریدو یې په افغانستان کې انفجارونه او انتحاري حملې غیری اسلامي او حرام وبللې.

په لویه جرګه کې د دیني علماوو دې ناستې ته کوټلي امنیتي تدابیر نیول شوي وو.

تراوسه لا کومې ډلې د دغه برید مسولیت په غاړه نه دی اخیستی.