فیسبوک په انستاګرام کې ټیک ټاک ته ورته محصول وړاندې کوي 

په نوې اپلیکشن کې به ټیک ټاک ته ورته کارونه کیږي

فیسبوک د لومړي ځل لپاره په امریکا متحده ایالتونو او د نړۍ په نورو ۵۰ هیوادونو کې ټیک ټاک ته ورته محصول وړاندې کوي.

دا محصول چې "ریلس" نومیږي، د چهار شنبې له ورځې اګست ۵ ( زمري ۱۵) څخه به د انستاګرام په اپلکیشن کې د ویډیویي محصولاتو په توګه ورزیات شي.

دا په داسې حال کې ده چې یوه ورځ وړاندې مایکرو سافت شرکت اعلان وکړ چې اوس مهال د چین له بایټ ډنس شرکت سره په خبرو بوخت دی څو په امریکا کې د ټیک ټاک د استفادې اجازه ترلاسه کړي.

سرچینو رویټرز خبري آژانس ته ویلي چې بایټ ډنس شرکت د مایکرو سافټ له دې وړاندېز سره هوکړه کړې ده.

له دې وړاندې یوه ډله جمهوري غوښتونکو سناتورانو د امریکا له حکومت څخه غوښتي وو هغه تهدیدات وڅیړي چې ممکن د چین کمونست ګوند یې د ټیک ټاک څخه په استفاده د امریکا د نومبر د دریمې په ټاکنو کې مداخله وکړي.

سپینې ماڼۍ هم ګواښ کړی چې په امریکا کې به د امنیتي اندییښنو له امله په ټیک ټاک او نورو چینايي اپلکیشنونو بندیز ولګوي.

د ریلس په وړاندې کیدو سره د فیسبوک او ټیک ټاک ترمنځ جنجالونه رامنځ ته شوي دي او په تیرو دوو کلونو کې ډیرو امریکايي ځوانانو او تنکیو ځوانانو د ټیک ټاک کارولو ته مخه کړېده.

ریلس څخه د لومړی ځل لپاره په ۲۰۱۸ کال کې په برازیل او وروسته په فرانسه، جرمني او هند کې چې د ټیک ټاک لوی بازارونه دي استفاده وشوه.

هند تیره میاشت له چین سره د سرحدي جنجالونو وروسته په خپل هیواد کې د ټیک ټاک کارول منع کړل.

فیسبوک هم د لاسو په نامه د یوه خپلواک اپلکیشن په وړاندې کولو سره وغوښتل چې له ټیک ټاک سره سیالي وکړي خو د خلکو پام یې خپل نکړ.

د ریلیس استفاده د ټیک ټاک په شان ده. د ریلس ګډونوال کولای شي یو لنډه عمودي ویډیو ثبت کړي او وروسته له له خاصو نندارو او موسیقي سره یوځای کړي.