فیسبوک غواړي د خپلو کارونکو رواني روغتیا وساتي

فیسبوک تایید کړې ده چې په دې شبکې کې زیات وخت تیرول کیدای شي منفي صحي اغیزې ولري.

فیسبوک او انستگرام نوي وسایل جوړ کړي چې کارونکي ورڅخه په ګټې اخیستو هغه موده قید کړي چې دوی یې په ټولنیزو رسنیو کې په بوختیا تیروي.

د نړۍ د دغو دوو ډیرو فعالو ټولنیزو شبکو نه د استفادې د مودې د سنجولو او قید کولو وسیله وروسته له هغې جوړه شوه چې گواکې د ټولنیزو رسنیو نه دوامداره گټه اخیستنه د انسان پر روح او روان باندې منفي تاثیر کوي.

ددې انتخاب نه په ګټې اخیستو د فیسبوک او انستگرام کارونکي به همداشان وتوانیږي چې د اپلیکیشن خودکاره خبرتیاوې د هر څومره مودې لپاره چې غواړي یې مړې کړې او همداشان ددې شبکو نه د خپلې استفادې موده وټاکي او د مودې په بشپړیدو سره خبرتیا ترلاسه کړي.

فیسبوک څو میاشتې مخکې تصدیق کړه چې پدې شبکې کې زیات وخت تیرول کیدای شي منفي روغتیایي اغیزې ولري.

د میشیگن، کالیفورنیا او یل پوهنتونونو په گډون په امریکا کې د څو څیړنیزو مرکزونو تحقیقاتو هم ددغو ټولنیزو شبکو نه د استفادې تاوان تائید کړی دی.

خو دا د ټولنیزو رسنیو په کارونکو پورې مربوطه ده چې د خپل رواني سلامتیا په خاطر د ټولنیزو رسنیو نه د استفادې کولو موده راټیټوي او که نه؟