رسنیو راته وویل, د پوځ ضد شعارونه وهئ،ځکه وخت نه درکوو -محسن داوړ

د پښتون ژغورنې تحریک د دوو میاشتو راهېسې په پاکستان کې احتجاجي غونډې پیل کړیدي خو د تحریک مشران گیله کوي چې په دغه ملک کې تراوسه پورې ورته په رسنیو وخت نه ورکول کیږي او په قصدي ډول یې پرې ځان نانگاره کړیدی.

محسن داوړ امریکاغږ پښتنو ته په فیس بک لائیو وویل چې د پاکستان مختلفو خبریالانو ورته وویل چې هغوي پخپلو غونډو کې د پوځ خلاف شعارونه وهي ځکه یې غونډې نشې خپرولې. داوړ وویل " مونږ په خپلو غونډو کې د پوځ ضد شعارونه بند کړل خو بیا هم د پاکستان رسنیو زمونږ د غونډې په اړه خپرونې ونکړې"

کله چې مونږ د داوړ نه وپوښتله چې هغه کوم شعار و چې دوي په خپلو غونډو کې بند کړیدی، نو هغه وویل دغه شعار و "دا چې دهشتگردي ده، د دې شاته وردي (پوځ) ده."

د پښتون ژغورنې د تحریک د مشر محسن داوړ سره فیس بک لایئو په لاندني لنک لیدلی شئ