ځیني کورنۍ پر خپلو ماشومانو د منظور پښتین نوم ږدي

منظور پښتين خپل قوم ته یوه نوې انګیزه او هیله ورکړه- عاصم

په دې وروستېو کې په افغانستان، پاکستان او ځېنو نورو سیمو کې یو شمېر کورنېو پر خپلو نویو ماشومانو د "پښتنو د ژغورنې غورځنګ" د مشر منظور احمد پښتین نوم اېښی دی.

دغه غورځنګ په پاکستان کې د پښتنو د حقونو د خونديتابه لپاره تازه مدني مبارزه پیل کړې ده خو د مشر له نوم سره یې په د نړۍ کې ډیر خلک آشنايي لري. منظور احمد پښتین امریکا غږ ته په یوې ځانګړې مرکې کې وویل چې په قبایلو کې یې "پر خپلو خلکو د پوځ ظلم او وحشت" مجبوره کړ چې خپل غږ اوچت کړي.

د منظور "مزارۍ خولۍ" د سولې یو سمبول بلل کیږي، خو جالبه دا ده چې اوس ځېنو کورنیو پر خپلو نویو زېږېدلیو ماشومانو هم د منظور پښتین نوم اېښی دی.

کره احصائیه نشته چې په پاکستان، افغانستان او نورو هېوادونو کې به څومره کورنیو پر خپلو ماشومانو د منظور احمد پښتین نوم اېښی وي.

خو امریکا غږ لږ تر لږه څلور داسې کورنۍ پېژني چې پر خپلو اولادونو یې د منظور احمد پښتین نوم اېښی دی. دغو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې د انځورونو په خپرولو سره لیکلي دي چې پر خپلو ماشومانو یې د "منظور" یا "منظور احمد پښتین" نومونه اېښي دي.

پدې کسانو کې یو هم د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړی کریم صادق دی. ښاغلی صادق چې د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې اوسیږي تیره اونۍ یې پر خپل نوي زیږدلي ماشوم د "منظور" نوم کېښود.

کریم صادق د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې غړی دی

​پلازمینې کابل ته نږدې، د لوګر ولایت د محمد آغې ولسوالۍ اوسېدونکی ګل الرحمن هم پر خپل زوی د "منظور احمد" نوم اېښي دی. دغي سیمې کې خلک انټرنټ ته لاسرسی نه لري او محدود مخابراتي امکانات لري. ګل الرحمن د مطبوعاتو له لارې د منظور احمد پښتین له فعالیتونو څخه خبر شوی او وروسته یې د خپل زوی لپاره د هغه نوم انتخاب کړ.

جعفر اپریدی چې د خېبر پښتنوخوا اوسېدونکی دی په فیسبوک کې د خپل نوي ماشوم ویدیو خپره کړه، ویې لیکل چې خدای زوی ورکړی او نوم یې پر "منظور احمد پښتین" اېښی دی. لسګونو زرو کسانو دا ویدیو لېدلې، شریکه کړې، خوښه کړې او تبصرې یې پرې کړي دي.

پر افغانستان سربېره دلته په امریکا کې هم یوې کورنۍ پر خپل نوي ماشوم د "منظور احمد" نوم اېښي دی. د ټولنیزو رسنیو فعالې رڼا مومند په خپل ټویټر کې د دغه ماشوم له تصویر سره لیکلي چې د یوې ملګرې په کور کې یې ماشوم وزېږېده او هغوي هم پرې د منظور احمد نوم کېښود.

خو ولې کورنۍ دا کار کوي؟

ښايي هره ټولنه د خپلو ماشومانو لپاره د نوم په غوره کولو کې خپل مذهبي، تاریخي او ټولنیز دلایل ولري، خو د ځینو په باور پر ماشومانو د منظور احمد د نوم اېښودولو یوه لویه انګیزه "ملتپالنه" ده.

جعفر اپریدی چې خپل زوی یې منظور احمد نومولی دی وايي: "الله پاک د نعمت په شکل یو زوی راکړی او بل پښتنو قوم ته الله پاک یو سړی ورکړی دی، منظور احمد پښتین. زه پر خپل زوی باندې د منظور احمد پښیتن نامه کېږدم. د دې لپاره چې دا ستر شي او د هغه په قدم روان شي. د پښتون قوم لپاره په کومه لار چې هغه روان دی، دی هم روان شي."

رڼا مومند هم د خپلې ملګرې د ماشوم له تصویر سره ورته همداسې یوه خبره لیکلې ده: "ما ویل توکُل په خدای، کېدی شي، ستا [منظور احمد پښتین] نښې په کې وموندو."

ظاهراً د دوي له خبرو داسې ښکاري چې د پښتنو د حقونو د خوندېتابه لپاره د منظور احمد پښتین مبارزې دغه کورنیو ته یوه انګیزه ورکړې او هغه ته د یو اتل په سترګه ګوري.

د ټولنیزو رسنیو فعال عبدالمالک عاصم، چې وايي ملګري ګل الرحمن یې پر خپل زوی د منظور احمد د نوم په اېښودو کې ورسره مشوره کړې ده، په دې نظر دی چې پښتانه منظور احمد ته د یو نوي مشر او رهبر په سترګه کوي.

هغه امریکا غږ ته وویل:" د ملتپالنې کومه څپه چې راپارېدلې، پښتنو ته یې یوه نوې هیله ورکړې ده. پښتانه د مشرتابه له خلا سره مخامخ دي. د منظور احمد په راتګ سره دوی فکر کوي چې یو نوی مشر یې پیدا کړ. د منظور ټولې غوښتنې د پښتنو د زړه خبرې او هیلې دي. منظور پښتین امنیت غواړي، سوله غواړي، د پښتنو ماشومانو ته ښه اینده غواړي، له پرمختللې نړۍ سره د پښتنو یو ځای کېدل غواړي او دا هغه شیان دي چې هر پښتون او افغان یې غواړي."

په افغانستان کې ښايي داسې ډېرې کورنۍ هم وي چې پر خپلو بچیانو یې د بېلابېلو وختونو د مشهورو څېرو، اتلانو او نامتو شخصیتونو نومونه اېښي وي. مخکني ولسمشر حامد کرزي پر خپل زوی د افغانستان د یو مخکني تاریخي شخصیت" میرویس- میرویس نیکه-" نوم اېښی دی.

په دې وروستېو کې په کابل کې یوې کورنۍ پر خپل ماشوم د امریکا د ولسمشر
"ډونالډ ټرمپ" نوم کېښود. پلار یې امریکا غږ ته وویل چې د ولسمشر ټرمپ بریالیتوبونو او فعالیتونو ورته دا انګیزه ورکړه چې پر خپل زوی د هغه نوم کېږدي.

پر دې سربېره افغانانو د القاعده د وژل شوي مشر اسامه، د عراق د پخواني ولسمشر صدام او دا ډول نورو سیاسي او تاریخي شخصیتونو نومونه پر خپلو اولادونو اېښې دي. هره یوه کورنۍ ددغو نومونو د اتنخاب لپاره بیلابیلې انګیزې په ګوته کوي.