ملګري ملتونه: افغانستان له شدیدې لوږې سره د مخامخو هېوادونو په کتار کې دی

افغانستان

ملګري ملتونه وايي افغانستان د نړۍ د هغو هېوادونو د کتار په سر کې ځای لري چې له «شدیدې لوږي» سره مخامخ دي.

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوال سازمان (اف اې او) وايي چې تاوتریخوالي، اقلیمي بدلون او اقتصادي بحرانونو د انسانانو ژوند ژواک «تباه» کړی دی او په ۲۰۲۱ کې ۴۰ میلیونه انسانان هم له «شدیدې لوږې» سره مخامخ شوي.

دا سازمان وايي چې د نړۍ ۵۳ هېوادونه له دغې ستونزې سره مخامخ دي او افغانستان په ۲۰۲۱ کې د طالبانو له راتګ وروسته د لست سر ته پورته شوی دی چې میلیونونه انسانان په کې له شدیدې لوږې سره مخامخ دي.

راپور وايي چې «د کانګو جمهوریت، ایتوپیا، یمن او افغانستان ډېراغیزمن شوي هېوادونه» دي. طالبانو د ۲۰۲۱ کال داګست په میاشت کې بیا واک تر لاسه کړ او په دې سره نړیوال سازمانونه له افغانستان څخه ووتل، له دغه هېواد سره مستقیمي نړیوالې مرستې بندې شوې او لسګونه زره خلک بیکار او بې روزګار شول او دا هېواد یې د «بشري کړکیچ د ګړنګ غاړې ته» ودروه.

د فرانسې خبري اژانس د اف اې او د راپور په استناد لیکلي دي چې تېر کال په نړۍ کې له لوږې سره د مخامخ انسانانو شمېر ۱۹۳ میلیون ته پورته شوی دی او «دا لوږه ده چې د قحطۍ ګواښ رامنځ ته کوي او د ډېرې مړینې لامل کېږي».

په ۲۰۲۱۶ کې د لوږې په اړه د اف اې او، خوراک د نړیوال پرواګرام او اروپايي ټولنې د ګډ راپور له خپرولو وروسته له لوږې سره د مخامخ انسانانو شمېر پام وړ زیات شوی چې «تاوتریخوالی، بد موسم او اقتصادي» کړکیچونه یې لوی لاملونه بلل شوي دي.

سره له دې چې په راپور کې د اوکراین د جګړې یادونه نه ده شوې، خو اف اې او ویلي دي چې جګړه «په هغو هېوادونو کې ملا ماتونکي عواقب لري چې د غذا له بحران سره مخامخ دي او د قحطۍ د ګړنګ په غاړه» ولاړ دي.

روسیه او اوکراین په نړۍ کې د زراعتي محصولاتو لکه غنم، د لمرګلي د تیلو، سرې او داسې نورو توکو لوی هېوادونه ګڼل کېږي.

اف اې او وايي چې د جګړې له کبله د خوراکي موادو قیمتونه هم خورا لوړ شوي دي او «جګړې وار دمخه د خوړو ماتېدونکي او له یو بل سره تړل شوي سیستمونه تر فشار» لاندې راوستي دي.

دغه سازمان خبرداری ورکړی دی چې آینده ښه نه ښکاري او راپور یې وايي: «که له کلیوالو سیمو سره نن ډېره مرسته ونشي، د لوږې او له لاسه تللي معیشیت په برخه کې به د ویجاړۍ اندازه وحشتناکه وي. د دغه کار د مخنیوي لپاره په لویه پیمانه عاجل بشري اقدام ته ضرورت دی.»

په ۲۰۲۱ کې تاوتریخوالی او نا امني په ۳۴ هېوادونو کې د ۱۳۹ میلیون انسانان د شدیدې لوږې اصلي عاملین ګڼل شوي وو.