د فراه جنګ؛ ډېر تلفات چاته اوښتي؟

افغان چارواکي وايي طالبان یې د فراه له ښاره شړلي دي

افغان چارواکي وايي د فراه په جنګ کې د څلورو ملکیانو مړي روغتون ته انتقال شوي دي، خو د جنګ د ښکېلو غاړو د تلفاتو په اړه ضد او نقیض راپورونه ورکړل شوي دي.

لسګونه او یا هم ښايي سلګونه طالبانو د سه شنبې په شپه (مۍ۱۵) د فراه پر ښار برید وکړ خو افغان چارواکي وايي د چهارشنبې په ورځ یې بېرته وشړل.

یوه مسئله چې لا هم پوره روښانه نه ده په دغه جنګ کې ولسي خلکو او د جنګ ښکېلو غاړو ته اوښتي تلفات دي.

د فراه د عامې روغتیا مشر عبدالجبار شایق وايي چې څلور مړي او ۶۴ زخمیان روغتون ته انتقال شوي دي. وايی وژل شوي ملکیان دي او په "زخمیانو کې ۲۰ د ملي اردو غړي، اته ملي امنیت سرتېري،۱۶ پولیس دي او ۲۰ ولسي" خلک دي.

معمولآ په جنګ کې هر وژل شوی او ژوبل شوی هم روغتون ته نه انتقالیږ، په دې حساب ښايي دا د ملکي تلفاتو دقیقه شمېره نه وي.

د فراه والي عبدالبصیر سالنګي وايي چې په جنګ کې شاوخوا ۲۵" افغان امنیتي ځواکونه" وژل شوي دي. وايي "۳۰۰ وسله وال طالبان" یې هم وژلي او لسګونه نور یې ژوبل کړي دي. خو رسنیو ته د دغو وژل شویو طالبانو جسدونه ښودل شوي نه دي او دا یې هم نه دي ویلي چې هغوی خپل مړي وړي که نه؟

په همدې حال کې طالبان ادعا کوي چې په جنګ کې یې "۶۳ افغان ځواکونه، پولیس او اربکیان" یې وژلي دي او یو شمېر نور یې ژوبل کړي دي. وايي په جنګ کې د هغوی نهه جنګیالي هم وژل شوي او ۱۱ نور ژوبل دي.

د فراه د جنګ ځینې ویدیوګانې او تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي، په ځینو کې د افغان ځواکونو پوځي موټر ښودل کیږي چې طالبانو نیولي او هڅه کوي چې انتقال کړي. په ځینو نورو ویډیوګانو ښودل کېږي چې وسله وال طالبان په ځینو حکومتي ادارو کې دننه ګرځي پلټنې کوي او وسلې ټولوي. په یوه ویډيو کې یو افغان افسر هم ښودل کیږي چې طالبان نیولی او لاسونه یې تړلي دي.

خو خپلواکو رسنیو او منابعو دغه ویډیوګانې نه دي تاید کړي. تراوسه ملګرو ملتونو او نورو حکومتي ادارو د فراه په جنګ کې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه نه دي خپاره کړي.