فراه والي: طالبانو د پُرچمن ولسوالۍ نه ده نیولې

وسله‌والو طالبانو د فراه ولایت د پُرچمن ولسوالۍ د نیولو ادعا کړې خو د دغه ولایت چارواکي وايي، چې یاده ولسوالۍ د افغان حکومت تر کنټرول لاندې ده.

طالبانو نن د یکشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې د فراه ولایت د پُرچمن ولسوال او امنیه قوماندان له خپل ټول پرسونل سره دغې ډلې ته تسلیم شوي او یاده ولسوالۍ یې له جګړې پرته په بشپړ ډول نیولې ده.

خو د فراه والي عبدالبصیر سالنګي له امریکا غږ آشنا سره په خبرو کې، د وسله‌والو طالبانو ادعا رد کړه او هغه یې مازې آوازه وبلله.

ښاغلي سالنګي زیاته کړه، چې له سهار راهیسې د مخابراتي ستونزو له امله د پُرچمن ولسوالۍ له سیمه‌ییزو چارواکو سره اړیکې پرې شوي "چې دا یو معمول کار دی".

د فراه والي دغه راز وویل، د پُرچمن ولسوال حاجي داوود او د امنیې قوماندان عبدالولي مبارز، له څو وروځو راهیسې له دندو ګوښه او پرځای یې نوي کسان ګومارل شوي، چې تر اوسه یې کار نه دی پیل کړی.

ښاغلي سالنګي د دغې ولسوالۍ په یو شمیر سیمو کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو ترمنځ نښتې تائید کړې.

خو د فراه د ولایتي شورا رئیس فرید بختاور وايي، چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولایت له ګلستان ولسوالۍ څخه د پُرچمن ولسوالۍ پر "لروند" سیمې برید کړی او تر یوه بریده یې په دغې ولسوالۍ کې پرمختګ کړی دی.

د ښاغلي بختاور پر وینا، طالبان تر اوسه د پُرچمن ولسوالۍ مرکزي برخو ته نه دي رسیدلي او یوه دولتي ودانۍ یې هم نه ده نیولې.

د پُرچمن ولسوالۍ، د فراه له مرکز سره په ۳۳۲ کیلومټره واټن کې پرته ده او له غور ولایت سره ګډه پوله لري.