د فراه اوسېدونکي کور په کور د پولیو واکسین تطبیق غواړي

د فراه اوسېدونکي وايي اوس هر ځل زیات شمیر ماشومان د فراه په کلېوالې سېمو کې د پولیو واکسین څخه بي برخي پاتې کږي، که چیرې پولیو واکسین د ګرځنده کمپاینونو له لارې کور په کور تطبیق شي، نو ټول تر پنځو کلونو ښکته ماشومان واکسین کړاي شي.

څه باندې اته میاشتي کیږي، چې د فراه په ولسوالیو او کلېوالو سېمو کې د ګوزڼ ضد واکسین ګرځنده کمپاینونه بند دي، چې دې چارې فراهیان انديښمن کړي.

په همدې حال کې د فراه اړونده چارواکي د ګوزڼ واکسين ګرځنده کمپاینونو پیلېدو لپاره د خپلو هڅو خبره کوي.

د فراه د عامې روغتیا مشر عبدالجبار شایق دا مني چې وسله والو طالبانو له تېر اتو میاشتو راهیسې ماشومانو ته کور په کور پر ګوزڼ ضد واکسین بندیز لګولی دی.

ښاغلی شایق زیاتوي: "موږ په فراه کې د ګوزن پېښو مخنېوې په موخه خپلي هڅې پیل کړي، د بکواه په هغه کلې کې چې ماشوم په پولیو ناروغۍ اخته شو، نو موږ د قومي مشرانو په منځګړېتوب په هغه کلیو کې حد اقل یو ځل د پولیو واکسین کور په کور تطبیق کړ. مونږ هڅه کوو، چې حد اقل د فراه په نورو نا امنه ولسوالیو کې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونه پیل کړو."

د فراه مدني فعال محمد الله نورزۍ د پولیو واکسین د ماشومانو د ژغورنې لپاره غیر سیاسي پرګرام بولي او د وسله والو طالبانو څخه غواړي چې ددې غیر سیاسي کمپاینونو مخالفت ونه کړي.

هغه وایي: “ زمونږ غوښتنه د وسله والو طالبانو څخه داده، چې کور په کور د پولیو واکسین کمپاینونو ته اجازه ورکړي، چې ماشومان یې له مرګ او یا هم د ګوزڼ دایمي ناروغۍ څخه وژغورل شي".

د فراه اوسېدونکي وايي، د پولیو واکسین کمپاینونه یوازې د دې ولایت په روغتیايي مرکزونو کې تر سره کیږي، چې هر ځل زیات شمېر ماشومان له واکسین څخه بې برخې پاتې کیږي.

د فراه یو تن اوسیدونکی محمد عاریم وایي: "اوس په فراه کې د پولیو واکسین لمنه ډیره تنګه ده، چې په پایله کې د فراه په بکواه ولسوالې هم یو ځل بیا د فلج پیښه ثبت شوه. نو موږ د طالبانو او دولتي چارواکو څخه غواړو چې د پولیو واکسین ګرځنده کمپاینونو مخه ونه ونیسي. د فلج ناروغې ډیره خطرناکه ده."

د فراه ولایت اوسېدونکو تر منځ د ګوزڼ ناروغۍ د خپرېدو ویره پداسې حال کې تازه شوې، چې د ۲۰۱۹ میلادي کال په ډيسمبر میاشت کې د فراه په بکواه ولسوالۍ کې د پولیو مثبته پېښه ثبت شوې دي.