د کوکنارو پر ځای د سبزیجاتو کرل

Your browser doesn’t support HTML5

بشپړ راپور په دغه ویډیویي راپور کې کتلی شئ

په ننګرهار ولایت کې ګڼو خلکو د کوکنارو پر ځای د سبزیجاتو کرولو ته مخه کړې، خو په دې برخه کې له حکومت او نړیوالو خیریه ادارو څخه مرسته غواړي.

دغه کروندګر چې په خپله ځمکه یې پیاز کرلي دي، وايي پخوا یې کوکنار کرل خو اوس پرې حکومت بند کړي او د حلال فصل کرلو ته یې ملا تړلې ده.

کروندګر وايي د حکومت په خوښه یې د کوکنارو کر بند کړی خو د سبزیو کر ورته ډېره ګټه نه کوي.

دوی وايي چې د کوکنارو کښت له منځه وړل یوازې په دې نه کېږي چې حکومت زور راوړي باید پروژې پلې کړي، سربندونه جوړ کړي او همدا شان د تخمونو او سرې مرسته وکړه.

خو ننګرهار کې د نشه يي توکو سره د مبارزې اداره وايي کروندګرو ته یې ګڼې پروژې په پام کې دي، څه یې سرته رسولي او څه هغه به ژر پیل شي چې مخامخ له کرونګرو سره مرسته وشي.

د ننګرهار د کرنې اداره هم وايي کروندګرو سره یې د تخمونو او سرې مرستې کړي او ټولو ولسوالیو کې یې مستحقو خلکو ته ور رسولي، خو کروندګر وايي ډېرې مرستې هغو خلکو ته رسېږي چې واسطه لري.