په پېښور کې د قبایلي خویاندو په نوم یوې ټولنې په قبایلی سیمو کې د قانوني اصلاحاتو لپاره مبارزه شروع کړیده. د هغوي د مبارزې یوه برخه دا ده چې دوي په ټولنیزو رسنیو خپلې ویډیوگانې خپروي چې پکې د پاکستان د حکومت نه په قبایلي سیمو کې د انگریز د وخت د قوانینو د ختمولو غوښتنه کوي.
په پېښور پوهنتون کې استاده نورین نصیر، چې د قبایلي خویاندو د ټولنې مشره هم ده، امریکا غږ ته وویل چې په فاټا کې د انگریز د وخت قوانین پوځ ته د دې حق ورکوي چې پرته د هر ډول ویرې په دغه سیمې کې عملیات وکړي.
د امریکاغږ نزرانې یوسفزۍ د نورین نصیر سره مرکه کړیده چې تاسو ته یې در اورو.
Your browser doesn’t support HTML5