د فاټا اصلاحات یې داسې وکړل لکه چې ویې نه کړل- خټک

په خیبر پښتونخوا کې د فاټا د شاملیدو نه وروسته د دغو سیمو د چارو لپاره د ایف سي آر (د انگریز د وخت قوانین) په ځاې د موقتي حکومت اصول ټاکل شویدي چې د رپورټونو په اساس د ایف سي آر نه زیات توپیر پکې نشته.

د عوامي نیشنل گوند مرکزي مشر افراسیاب خټک امریکا غږ ته وویل چې د فاټا اصلاحات یې په دا ډول کړیدي چې لکه نه یې کړي. هغه وویل چې حکومت باید پدی ځان پوهه کړي چې په اوسني دور کې د بوسو لاندې اوبه بوول ممکنه نه ده.

د پاکستان حکومت د پارلمان او د صوبایي اسمبلیو د منظورۍ نه وروسته د فاټا په خیبر پښتونخوا کې د انضمام لایحه تصویب کړي ده.

داسې ویل کیده چې قبایلي سیمې به د یو کال په مودې کې په مکمل ډول په خیبر پښتونخوا کې شاملې شي خو د فاټا د موقتي حکومت لپاره چې کومه لایحه وړاندې شویده په هغې کې د موقتي حکومت لپاره موده نده ټاکل شوې.

د امریکا غږ همکارې نزرانه یوسفزۍ د عوامي نیشنل ګوند مرکزي مشر افراسیاب خټک سره پدی اړه خبرې کړي. تاسو یې په لاندني لنک اوریدلی شئ

Your browser doesn’t support HTML5

د افراسیاب خټک سره مرکه