په بریتانیا کې نن سه شنبه ډسمبر ۱۷ (لیندۍ۲۷) یوې محکمې د یوې بریتانوۍ-پاکستانۍ لس کلنۍ نجلۍ د قتل په قضیه کې د هغې پلار او ناسکه مور ته د ابدي حبس سزا ورکړه.
محکمې د سارا شریف ۴۳ کلن پلار عرفان شریف ته د ۴۰ کالونو او ۳۰ کلنې ناسکې مور بینش بتول ته د ۳۳ کالونو بند سزا واوروله.
په لندن کې د عرفان شریف او بینش بتول محکمه لس اونۍ روانه وه او تېره اونۍ دوی دواړه تورن وپېژندل شول.
دوی تورن وو چې په ډېر وحشتناک اومسلسل ډول یې خپله لور وهلې، شکنجه کړې او وژلې ده. د لندن د «اولډ بیلي» په محکمې کې د سارا شریف قضیه واورېدل شوه چې په کې ویل شوې د هغې مړی چې پیدا شو، په برقي اوتو باندې یې په بدن کې جوړ شوي ټپونه لیدل کېدل او هډوکي یې هم مات مات وو.
قاضي جان کاوانا، چې د محکم حکم اعلانوه، ویې ویل چې سارا شریف سره «سخت ظالمانه عمل» شوی او عرفان شریف او بیناش بتول «هېځ ډول پښیماني ښکاره کړې» نه ده. قاضي وویل چې سارا درد، فشار او ترهه لیدلې او «دا بیچاره ماشومه په وار وار ډېره سخته وهل شوې» ده.
سارا د کرکټ په بیټ او وسپنیز لرګي وهل شوې وه. د سارا مړی د ۲۰۲۳ کال د اګست په میاشت کې په خپل تش کور کې په بستر کې وموندل شو، د عدلي طب نتایج ښکاره کوي، چې د هغې په بدن کې ۷۱ تازه ټپونه هم لیدل کېدل.
قاضي کاوانا وویل چې د سارا په بدن کې دا ټپونه څرګندوي چې هغې د خپل ژوند په وروستیو ورځو کې له باور نه کېدونکي شکنجې سره مخامخ وه.
په کومه ورځ چې سارا مړه شوه، پلار یې د یوې څوکۍ په اوسپنیزې پایې په خیټه کې وهلې وه، سارا بیا د مور په غېږ کې ځان غورځولې او بې هوښه شوې وه او هغوی ویل چې سارا بهانې کوي.
د وژل شوې نجلۍ تره فیصل ملک، چې ۲۹ کلن دی، هم تورن دی چې د هغې د وژنې اجازه یې ورکړې او یا یې زمینه ورته برابره کړې وه. فیصل ملک په ۲۹ کالونو بند محکوم شوی.
د سارا د مرګ په ورځ دا درې واړه محکوم کسان له پنځو نورو ماشومانو سره یو ځای پاکستان ته تښتېدلي وو. د سارا پلار، چې ټکسي چلوي، له پاکستان څخه د لندن پولیسو ته زنګ وهلی او د سارا د مړینې خبر یې ورکړی و، هغه یو لیک هم پرېښی و چې په کې لیکل شوي وو نه یې غوښتل خپله لور ووژني.
خو له یوې میاشتې ځنډ وروسته، دا درې واړه بریتانیا ته له راستنېدو سره سم په هوايي ډګر کې ونیول شول. پنځه ماشومان لا هم په پاکستان کې دي.
د سارا د ښوونځي یو ښوونکي ویلي دي چې هغې به حجاب اغوسته چې د بدن ټپونه او زخمونه یې ښکاره نه شي. خو د ۲۰۲۳ کال د مارچ په میاشت کې د هغې په مخ باندې د ټپ له لیدل کېدو وروسته، ښوونځي دا قضیه د ماشومانو د خدماتو ادارې ته واستوله، دې ادارې پلټنه وکړه خو کوم اقدام یې نه دی کړی. دې کار هم په بریتانیا کې د ماشومانو د خدماتو په ادارو باندې د خلکو غوصه پارولې ده.
د سارا پلار په ۲۰۱۹ کال کې د خپلې پخوانۍ میرمنې څخه له جلا کېدو وروسته د سارا د ساتلو حق ترلاسه کړ، راپورونه وايي چې عرفان شریف له خپلې مخکنۍ میرمنې سره هم ښه روابط نه لرل. د سارا مور د پولنډ څخه ده.
د بریتانیا صدراعظم کییر سټارمر د محکمې له پرېکړې وروسته ژمنه وکړه چې په کورونو کې به د زده کوونکو د زده کړو لپاره حفاظتي امکانات زیاتوي.