په سومالیا کې یوه ښځه جمهوري ریاست ته کاندیده ده

د سومالیې د پارلمان غړې فوزیه یوسف ایچ آدم د جمهوري ریاست مقام ته کاندیده ده.

هغه په سومالیې کې چې یو محافظه کار هیواد دی، لومړنۍ میرمن وه چې د بهرنیو چارو وزیره او د صدراعظم مرستیاله وه خو اوس یې د هیواد تر ټولو سترې څوکې ګټلو ته ملا تړلې.

په سومالیې کې چې ډیر وخت پکې میرمنې په رایې اچونې کې د سړیو په پرتله څنډې ته کیږي، د پارلیمان دا غړې وایي چې پدې ستونزو تر بل هر چا ښه خبره ده. میرمن آدم د اې پي خبري اژانس سره په مرکې کې ویلي چې د بهرینو چارو په وزارت کې هم پدې خاطر چې دا یوه میرمن وه، کار کول آسانه نه و ځکه چې د وزارت ډیری مامورین نارینه و.

هغه وایي: " یوازې پدې خاطر چې زه یوه میرمن یم، هغوي (د وزارت مامورین) په هکارۍ کولو کې زړه نا زړه و. "

په سومالیې کې د څه باندې درېو لسیزو نه وروسته د دې هیواد ګڼ شمیر میرمنې چې په بهرنیو هیوادونو کې یې زده کړې کړي، د هیواد د بیارغونې لپاره ستنې شوې خو د دې ټولو پرمختګونو سره سره، ګڼ شمیر خلک شک لري چې میرمن آدم به د جمهوري ریاست کې بریالۍ شي.

آن دا چې ملګري او همکاران یې پدې اند دی چې پدې سیالي کې د هغې بری تقریباً نا ممکن دی ځکه چې هغه یوه میرمن ده.

پخپله میرمن فوزیه یوسف ایچ آدم چې یوه کونډه ده او درې ماشومان لري وایي چې د جمهوري ریاست لپاره سیالي کول یې عبث ندي او ارزښت لري.

هغه وایي، " غواړم د میرمنو په مخکې پراته خنډونه مات کړم تر څو په نږدې راتلونکې کې نورې میرمنې هم زړه وکړي، ځانونه کاندید کاندي او آن دا چې وې ګټي. "