د مونشن په امنیتي غونډې کې د بهرنیو چارو وزیرانې : د افغان میرمنو سره ولاړې یو

دا ګډه اعلامیه د لسو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو لاسلیک کړې چې ټولې یې میرمنې دي.

د یو شمیر هیوادونو د بهرنیو چارو ښځینه وزیرانو په جرمني کې د مونشن د درې ورځنۍ امنیتي غونډې په ترڅ کې په افغانستان کې د طالبانو لخوا په میرمنو لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه په سختو ټکو غندلي او په ځانګړې توګه یې په خیریه مؤسسو کې د میرمنو په بیا حضور ټینګار کړی.

په یوې ګډې اعلامیې کې چې د بهرنیو چارو ۱۰ ښځینه وزیرانو لاسلیک کړې راغلي چې د طالبانو لخوا د "افغانستان د نیمایي وګړو ایستل، د بشري حقونو څخه جدي سرغړاونه ده او د ټول هیواد راتلونکی د خطر سره مخ کوي".

د بهرنیو چارو د وزیرانو په اعلامیې کې په طالبانو غږ شوی چې په میرمنو لګول شوي محدودیتونه او بندیزونه دې لیرې کړي.

په اعلامیې کې راغلي، "مونږ په یوه خوله په میرمنو د دې محدودیتونو لیرې کیدل غواړو، په ځانګړې توګه کله چې د بشري مرستو په رسولو کې د هغوي (افغان میرمنو) د مهم نقش موضوع وي".

دي وزیرانو ویلي چې په افغانستان کې میرمنې، ماشومان او سړي د بشري مرستو رسیدو ته سخته اړتیا لري او افغان میرمنې کولي شي پدې برخې کې مهم نقش ولري.

په اعلامیې کې همدرانګه ویل شوي، "مونږ د ژوند په ټولو چارو کې د طالبانو لخوا د میرمنو لیرې کیدل په سختو ټکو غندو. میرمنې په پارکونو کې نشي ګرځیدی، هغوي نورې د تلویزیون په پردې نه ښکاري، پوهنتونونو او ښوونځیو ته د تګ لپاره د خپلو حقونو څخه بې برخې شوي او اوس د بشردوستانه مرستو په برخې کې د کار کولو څخه هم منع شوې".

د ۲۰۲۱ کال د اګست د میاشتې راپدیخوا چې طالبان په افغانستان کې د دویم ځل لپاره واک ته رسیدلي، نجونو ته یوازې تر شپږم ټولګي پورې د زده کړو اجازه ورکړل شوې او میرمنې بیا یوازې د معارف او روغتیا په څانګو کې د کار کولو اجازه لري.

د کار او پوهنې په برخې کې په میرمنو د محدودیت تر څنګ طالبانو په افغانستان کې ځینو عامه ځایونو ته هم د میرمنو ورتګ منع کړی. د طالبانو په حکومت کې میرمنې د محرم پرته د سفر کولو اجازه نلري، پارکونو، ورزشي کلبونو او آن عمومي حمامونو ته یې په ورتګ بندیز لګول شوی.

د سلووانیا، جرمني، کاناډا، آیسلنډ، لیختن شتاین، بلجیم، آندورا، البانیا، منګولیا او لیبیا د بهرنیو چارو وزیرانو چې ټولې یې مرمنې دي، دا ګډه اعلامیه یې لاسلیک کړې.

د مونشن امنیتي غونډې ته د طالبانو د حکومت څخه هیچا ته د ګډون بلنه نه وه ورکړل شوې خو مدنې فعالې محبوبه سراج چې د ۲۰۲۳ کال د سولې نوبل جایزې ته هم کاندیده ده، دې غونډې ته وربلل شوې وه او په آنلاین توګه یې د کابل څخه پکې ګډون کړی و او وینا یې هم وکړله.

میرمن سراج پخپلو خبرو کې په نړیوالې ټولنې غږ وکړ چې په افغانستان کې د ستونزو په حلولو کې مرسته وکړي.

هغې وویل، "مونږ دلته مرو. زما لپاره دا مهمه نده چې نړۍ څه وایي، هر څه چې د افغانستان لپاره لرئ، همدا اوس ترې کار واخلئ او دا زمونږ لپاره ممکنه کړئ چې د دې حالت څخه ووځو".

میرمن سراج پدې غونډې کې د نړۍ څخه وپوښتل چې په افغانستان کې د ستونزو د حل لپاره کوم پلان لري او که یوازې په غونډو بسنه کوي.

هغې وپوښتل، "د نړۍ په توګه ستاسو پلان څه دی ځکه چې مونږ خو نور پلانونه نلرو؟ آیا تاسو پخپلو کې کښیناستی شئ چې یو قوي پروګرام جوړ کړئ ځکه چې مونږ ورک یو. نیستۍ مونږ له ستونو نیولي یو او مونږ کښته کش کاږي".