کندوز کې د جګړو له امله یو شمیر نجونو زده کړې پریښي

د کندز ښار

په کندوز کې د روانو جګړو له امله د تعلیمي او تحصیلي ادارو ښځینه زده کوونکې اندیښمنې دي، چې له امله یې یو شمیر انجونې زده کړو موسسوته نه ځي.

په کندوز کې د تحصیلي او تعلیمي ادارو اکثر ښځینه زده کوونکي له روانو حالاتو اندیښمنې دي، د روانو جګړو په جریان کې یو شمیر انجونې د کورنیو د امنیتي اندیښنو له امله زده کړو ته نه پریښودل کیږي.

د انجونو کورنۍ دا ګڼي چې کیدای شي لوڼو ته به یې زیان ورسیږي.

په کندوز کې د ښار او شاو خوا کلیو انجونې لوړې زده کړې کوي، د نورو ولایتونو هغه محصلینې چې د کندوز پوهنتون کې زده کړې کوي په لیلیه کې اوسیږي.

دوي وايي چې په ټولګي کې د دې پر ځای چې استاد لکچر ته غوږ ونیسي او زده یې کړي دوی د ډزو غږونه زیات اوري.

د کندوز پوهنتون د اروا پوهنې د څانګې یوه محصله اسراء بهمنش وايي چې د جګړو له زیاتیدو سره یې کورنۍ پوهنتون ته له راتګ څخه منع کوي، خو هغه بیا هم کله کله ټولګي ته راځي:

"له هغې ورځې چې جګړې زیاتې شوي دي، کورنۍ راته پوهنتون ته د راتګ اجازه نه راکوي، ځکه وايي هره شیبه احتمال شته چې کندوز سقوط وکړي او پر پوهنتون د برید خطر حس کوي، استاد مو راته ویل چې تاسو قهرمانان یاست، چې په روانو حالاتو کې زده کړو ته راځي، مونږ راځو خو په ارام ذهن درس نه شو ویلی د استاد د غږ پر ځای د ډزو غږونه زیات اورو".

د کندوز پوهنتون ښځینه محصلینې وايي چې د زده کړو لپاره ذهني سکون ته ضرورت وي او دوي په روانو جګړو کې ذهني سکون نه لري.

دوي دا هم وايي چې د جګړې له پیل راهیسې زیات شمیر انجونې پوهنتون ته نه راځي.

د کندوز پوهنتون ریس ډاکټر خیبر سیفي وايي چې دوی ته له مرکز څخه د هغو انجونو د امنیت د ساتنې په خاطر مکتبونه رارسیدلي چې په لیلیه کې ژوند کوي او دوي اړوندو ادارو سره خبرې کړي.

هغه زیاتوي چې جګړې پوهنتون ته د محصلینو د راتګ په مخ کې خنډ شوي دي مګر د ښار محصلین یې خپلو زده کړو ته ادامه ورکوي.

ښاغلي سیفي وویل " مونږ ته د ښځینه محصلینو په اړه مختلف مکتبونه راغلي چې باید امنیت یې وساتل شي، او د لارې په اوږدو کې د جګړې د خطرونو له وجې یو شمیر محصلین پوهنتون ته نه دي راغلي".

د کندوز پوهنتون یو بل استاد عبدالمجید پردیس هم وايي چې له جګړو څخه انجونې زیاته ویره لري چې له امله یې پوهنتون ته نه راځي " د هلکانو په پرتله نجونې له جګړې څخه زیاتې ویریږي، کله چې شاو خوا جګړه زیاته وي نو نجونې ټولګیو ته نه راځي او چې جګړه لرې وي نو بیا ټولګیو ته راځي".

د کندوز پوهنتون کې تقریبا ۵۰۰۰ تنه محصلین په مختلفو پوهنځیو کې زده کړې کوي چې تقریبا ۱۰۰۰ تنه یې انجونې دي.

د دغه پوهنتون په لیله کې د مختلفو شمالي مرکزي او غربي ولایتونو زده کونکې د زده کړو په موخه ژوند کوي، چې د سیمه ییزې ادارې له خوا یې د امنیت ساتلو لپاره ترتیبات نیول شوي دي.