په راتلونکو ټاکنو کې به د دونالد ټرمپ سیال څوک وي

د دموکرات گوند د نوماندانو یوه مناظره

په امریکا کې د راتلونکي کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو لپاره د دموکراتو کاندیدانو ترمنځ سیاسي فضا په تنگیدو ده او ورو ورو ددې گوند کاندیدان په کمیدو دي.

اوسمهال د دموکرات گوند یواځې لس تنه سره سیالي کوي چې یو تن به یې د راتلونکي کال په انتخاباتو کې ددې گوند د وروستي نوماند په توگه د دونالد ټرمپ په وړاندې ودریږي.

سناتورې کریستین گلیبرند د چهارشنبې په ورځ په نظرپوښتنو کې د کم ملاتړ په وجه د انتخاباتي مبارزې نه لاس واخیست.

د دموکرات گوند د کاندیدانو ترمنځ د راتلونکې میاشتې د مناظرې لپاره دغه گوند داسې شرایط وضع کړي چې له مخې یې په خلکو کې د لږ ملاتړ لرونکي نوماندان په انتخاباتي مناظرو له گډون منع شي.

دغه اقدام ددې گوند د جدي نوماندانو لپاره زمینه برابروي چې د خپلې پالیسۍ عمده او اصلي ټکي تشریح کړي او د یو بل سره سیالي وکړي.

د سناتورې گلیبرند، سربیره سناتوره میشل بینت، د مونټانا ایالت والي ستیف بولوک، د کانگرس غړې تولسي گبارد، امریکایي میلیاردر تام ستیر، او ماریان ویلیمسون هم ونشو کړای چې د دموکرات گوند په راتلونکې مناظره کې د گډون لپاره لازم شرایط پوره کړي او په نتیجه کې یې د انتخاباتَي مبارزې ووتل.

له دې دمخه د واشنگټن ایالت مشره جي انسلي، د کانگرس غړی ست مولتون، او د کولورادو ایالت پخوانی والي جان هیکنلوپر، د دموکرات گوند له ادرسه په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوري ریاست د کاندیدانو له لسته وتلي وو.

پدې توگه اوسمهال جو بایدن، کوري بووکر، کامله هارس، امي کلوبوچر، برني سندرس، الیزابت وارن، بیتو اورورک، جولیان کاسترو، اندریو یانگ او پیت بتیگیگ، د دموکرات گوند د انتخاباتي سیالانو په توگه سره رقابت کوي.

خو تمه ده چې ددغو کاندیدانو شمیر تر فبرورۍ میاشتې پورې چې د دموکرات گوند له خوا یو واحد کاندید ټاکل کیږي نور هم راکم شي.

ټاکل شوې ده چې دموکرات گوند خپل رسمي کاندید د ٢٠٢٠ کال د جولای په میاشت کې یعنی د امریکا د جمهوري ریاست له ټاکنو څخه څلور میاشتې مخکې اعلان کړي.