د فوټبال نړیوال جام ؛ د امریکا او ویلز لوبه مساوي خو هالنډ بیا سنیګال ته ماتې ورکړه

په قطر کې د ۲۰۲۲ کال د فوټبال د نړیوال جام د دوشنبې نومبر ۲۱ (لړم۳۰) سیالیو کې د هالنډ لوبډلې سنیګال ته دوه – صفر ماتې ورکړه او په بلې سیالۍ کې بیا د امریکا او ویلز تر منځ لوبه په مساوي توګه پای ته ورسیده.

د امریکا لوبډلې د لوبې د لومړې نیمایي په ۳۶ مه دقیقه کې ګول وواهه. د متحده ایالاتو ۲۱ لمبر لوبغاړي ټي ویح په زړه پورې او خورا مهارت سره ګول وواهه.

سره لدې چې په لومړۍ نیمایي کې ۵۳ په سلو کې توپ د امریکایي لوبغاړو سره و، خو په دویمې نیمایي کې بیا د ویلز لوبډلې ښه لوبه وکړله.

د امریکا د لوبډلې د پرله پسې بریدونو او هڅو سره سره، وې نشو کړی چې بل ګول ووهي او د لوبې په ۵۰مې دقیقې کې د ویلز لوبډلې ته د ګول کولو فرصت په لاس ورغی.

د دې لوبډلې کپتان ګریت بیل د میدان د جزا په برخې کې د پنالټي فرصت په لاس ورغی او هغه وکړی شو د همدې فرصت څخه په ګټې اخیستو د خپلې لوبډلې لپاره لومړنی ګول ووهي او لوبه یې مساوي کړه.

د دې لوبې مساوي کیدل د ایران د لوبډلې په ګته ده ځکه هغوي اوس کولی شي چې د انګلستان په مقابل کې د ۶ـ۲ ماتې خوړلو څخه وروسته بل پړاو ته د وتلو لپاره د ویلز او امریکا سره په راتلونکو لوبو کې ډیر کوښښ وکړي.

د هالنډ – سنیګال لوبه

په بلې لوبې کې بیا هالنډ د سنیګال لوبډلې ته ۲-صفر ماتې ورکړه. د هالنډ لپاره ګولونه اتمه لمبر لوبغاړي ګاکپو او ۱۴ لمبر کلاسن د لوبې په ۸۴ مې او ۹۸ مې دقیقې کې وکړل.

هغه د نړیوال جام د پیلیدو څخه یوه اوونۍ وړاندې د جرمني غوره لیګ سیالیو کې ژوبل شو او پدې سره به ونشي کړی د نړیوال جام په سیالیو کې برخه واخلي.

د نړیوال جام د سه شنبې ورځې په سیالیو کې به د (د) ګروپ څخه ډنمارک، ټونس، فرانسه او اسټرالیا ولوبیږي او د (ج) ګروپ څخه به د مکسیکو او پولینډ لوبډلو تر منځ سیالي وشي.