فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس دنده وځنډوله

د فوټبال نړیوالې شورا یا فیفا د افغانستان د فوټبال فدراسیون د رئیس کرام الدین کریم هر راز فعالیت وځنډوو.

د افغان نجونو د فوټبال په ملي لوبډله کې د جنسي او فزیکي زورونې د ادعاو د څیړلو لپاره د فوټبال نړیوالې شورا انظباطي کمیټې د افغانستان د فوټبال فدراسیون په ملي او نړیواله کچه د فوټبال د فدراسیون د رئیس فعالیت منع کړ.

د فیفا انظباطي کمیټې د یوې اعلامیې په خپرولو سره تر راتلونکو ۹۰ ورځو د کرام الدین کریم دنده ځنډولې ده.

اعلامیه وايي چې دا پریکړه د ډیسمبر له ۱۲ نیټې څخه عملي ده او کیدای شي لا نوره هم تمدید شي.

د (لیندۍ/ قوس په ۱۹) نیټه د فیفا انظباطي کمیټې د افغان نجونو د فوټبال په ملي لوبډله کې د جنسي او فزیکي زورونې په هکله بیړنۍ غونډه وکړه.

د افغانستان لوی څارنوالۍ هم د کرام الدین کریم په ګډون د فوټبال فدراسیون د ۵ چارواکو دندې ځنډولې دي.