چارواکي وايي، د هلمند د نجونو لیسې یو شمیر زده کونکې له مسمومیدو وروسته، د بست روغتون ته انتقال شوي دي، چي اوس مهال تر درملنې لاندې دي.
د هلمند د والي وياند عمر ځواک امريکاغږ ته پېښه تايد کړه. په پېښه کې شاوخوا ۴۸ نجونې مسمومې شوي دي.
هغه وویل "د لښکرګاه د نسوانو د ليسې دا زده کونکياوس روغتون کي دي او د مسموميدو د عامل د معلوميدو په اړه يې تحقيقات پيل شوي".
ځینو سیمهییزو رسنیو د مسموم شویو نجونو شمیر ۲۴ تنه ښودلی دی. د ښځينه زده کونکو د کور غړي د روغتون مخ ته را ټول شوي او پېښي اندېښمن کړې دي.
د بست روغتون ډاکتران وايي چي د ښځينه زده کونکو ستوني خارښت کوي او د مسموميت ځينې نورې صحي ستونزې هم ورته پيدا کړې دي.
د لښکرګا ښار د نجونو لیسهد ښار په مرکزي برخه کي ده کي ده او تر دې مخکي پدې ولايت دغه ډول پیښه نه وه رامنځ ته شوې.