په کندهار کې د پولیو پنځمه پيښه ثبت شوه

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي، چې د کندهار ولایت د شاولیکوټ ولسوالۍ په تا واله چاربند سیمه کې یوه ماشومه په پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ په ناروغۍ اخته شوې ده.

د کندهار ولایت د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالقیوم پخلا امریکا غږ آشنا راډیو ته وویل، دې ماشومې د پولیو هیڅ واکسین نه وو اخیستې او هم يې کورنۍ له واکسین سره مخالفت درلود.

هغه وویل" دا ۱۴ میاشتنۍ ماشومه ده او کورنۍ له واکسین سره مخالف کولو، بل دا چې دوی په هغه سیمه کې ژوند کوي چې د دولت د وسله والو مخالفینو تر واک لاندې ده، تر اوسه هلته د پولیو واکسین جازه نه ده ورکړل شوی".

ډاکټر پخلا زیاتوي، چې د دولتد مخالفینو سیمه ایز قوماندانانپه دې شرط واکسین ته اجازه ورکوي، څو جومات په جومات ماشومانو ته پولیو ضد واکسین تطبیق کړي، نه کور په کور، چې په دې کار سره بیا هم د پولیو څاڅکي ټولو ماشومانو ته نه رسیږي.

بل خوا د یونیسف یا له ماشومانو څخه د ملګرو ملتونو د ملاتړ ادارې د پولیو د همغږۍ د برخې مسئول سید کمال شاه وایي،اندیښنه لري که چیري د کندهار ولایت لرو پرتو سیموکې ماشومانو ته پولیو ضد واکسین و نه رسیږي نو د زیاتو پيښو د رامنځته کیدو امکان شته دی.

ده وویل "د هوا تودوخه مخ په زیاتیدو ده او په تود موسمکې د پولیو ویروس خپریدو امکانات زیات وي، که چیرې کور په کور هر یو ماشوم ته د پولیو څاڅکي ونه ورسیږي، نو د پولیو د مثبتو پيښو شمیر به زیات شي".

د کندهار ولایت روغتیایي چارواکو ویلي، چې د پولیو واکسین د تیر کمپاین پر مهال په دې ولایت کې تر ۲ سوه زره ماشومان د بیلابیلو ستونزو له امله له واکسین څخه پاتې شوي دي.

د روان عیسوي کال د پیل راهیسې په افغانستان کې د پولیو یا د ماشومانو د ګوزڼ ۸ مثبتې پيښې را منځته شوي دي، چې یوه په ننګرهار، دوه په کنړ او پنځه نورې په کندهار ولایت کې ثبت شوي دي.