٪۵۶ افغان کارګر ماشومان له زده‌کړو محروم دي - څیړنه

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون د 'ماشومانو د شاقه کارونو د لاملونو او پایلو' په تړاو په یو تازه څیړنیز ریپوټ کې ویلي، په افغانستان کې ۹۰ فیصده کارګر ماشومان په یوه اونۍ کې له ۳۵ ساعتونو څخه زیات کار کوي.

د افغان حکومت د شمیرو پر بنسټ، په افغانستان کې ۶.۵ میلیونه ماشومان له ګواښونو سره مخ دي، چې څه باندې یو میلیون یې د لوږې او بیوزلۍ له امله د شاقه کارونو ترسره کولو ته اړ شوي دي. ​

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون په څیړنه کې د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ۶۵۷ کارګرو ماشومانو څخه د دندې پر مهال پوښتنې شوې دي.

په دې څیړنه کې ۹۲ فیصده هلکان شامل دي، چې د اتیا فیصدو عمرونه یې له ۱۲ کلونو پورته دي.

د دغه کمیسیون مشرې سیما سمر د سې‌شنبې په ورځ د خپل ریپوټ د جزئیاتو د خپرولو پر مهال وویل، له دغې شمیرې څخه لس فیصده ماشومانو ویلي چې ان د شپې له خوا هم کار کوي.

د آغلې سمر پر وینا، نږدې شپیته فیصده کارګرو ماشومانو د کمیسیون څیړونکو ته ویلي، چې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري "له دې شمیرې ۵۶ فیصدو ویلي، د وخت د نشتوالي په سبب ښوونې او روزنې ته لاسرسی نه لرو، له دې شمیرې ۸۱ فیصدو ویلي، چې د خپل د کار له ځای څخه تر ښوونځي پورې رسیدلی نه شو".

آغلې سمر زیاته کړه، چې له دې شمیرې ۱۳ فیصده ماشومانو ویلي، چې هغوی ښوونځیو ته د تلو اجازه نه لري.

د بشري حقونو د خپلواک کمیسیون څیړنه ښيي، چې ۵۶ فیصده ماشومان په خپل کار کې خوښ دي، خو ۴۳ فیصدو یې په خپل کار ناخوښي ښودلې ده.

آغلې سمر وویل، دغو کارګرو ماشومانو له دې امله په خپلو دندو کې خوښي ښودلې چې پر وینا یې په آسانه کارونو کې بوخت دي او یا هم په کمه کچه زورول شوي دي.

د بشري حقونو د کمیسیون د مشرې پر وینا، ۱۶ فیصدو ماشومانو د تحقیق پر مهال ویلي، چې ورسره جنسي زورزیاتی شوی دی " د دغه زورزیاتي ۴۳ فیصده یې جنسي تماسونه دي".

آغلې سمر زیاته کړه، چې ۲۱ فیصده ماشومان د خپلې کورنۍ د پور د پرې کولو لپاره شاقه کارونه ترسره کوي او نږدې ۱۲ فیصده یې د درې وخته ډوډۍ خوړلو په بدل کې د کورنیو له خوا کار کولو ته اړ شوي دي.

د دغې ادارې موندنې ښيي، چې ۶۱ فیصده ماشومان په ناسم روغتیايي چاپیریال کې کار کوي، چې د هغوی د ناروغۍ لامل کیږي او اکثره یې بیا په خپلو پیسو د ځان درملنه کوي.

آغلې سمر وویل، دغه څیړنه په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د وضعیت د دقیقې ارزونې په هدف ترسره شوې، ترڅو په دې برخه کې د ستونزو د لرې کولو لپاره د حکومت او کورنیو له خوا اقدمات ترسره شي.

د بشري حقونو د کمیسیون د مشرې پر وینا اکثره ماشومان د فقر او بې‌وزلۍ له امله شاقه کارونو ته اړ شوي. هغې ټینګار وکړ، چې حکومت باید په افغانستان کې د کارګرو ماشومانو د کچې ټیټولو لپاره د لوږې او بیوزلۍ له منځه وړلو ته پاملرنه زیاته کړي.

آغلې سمر دغه راز کورنیو ته سپارښتنه وکړه، چې لږ ماشومان وزیږوي، ترڅو ماشومان یې له لومړنیو حقونو څخه محروم نه شي او په سمه توګه یې د پالنې وس ولري.