سوریه کې د کردي ځواکونو او داعش وسله والو جګړې شدت اخیستی

سره لدې چې داعش په سوریه کې مات شوی خو وخت ناوخته په امنیتي ځواکونو او د تیلو په تصفیه خانو بریدونه کوي.

په سوریه کې د جګړې د څار یوه ټولنه وایي نن شنبه جنوري ۲۲ (سلواغي۲) دریمه ورځ ده چې د کردي ځواکونو او اسلامي دولت یا داعش وسله والو تر منځ سختې جګړې روانې دي.

جګړه وروسته تر هغه پیل شوه چې داعش وسله والو د سوریې په شمال کې د حسکې په سیمه کې په یو زندان برید وکړ او څه باندې ۷۰ تنه پکې ووژل شول.

په سوریه کې تقریباً درې کاله کیږي چې د اسلامي دولت یا داعش خلافت جګړه پای ته رسیدلی او دا یې د خلافت د پای ته رسیدو نه وروسته لومړی ځل دی چې دومره غټ برید کوي.

د سوریې د بشري حقونو د څار اداره چې مرکز یې په بریتانیې کې دی وایي چې په برید کې لږ تر لږه ۲۸ کردي ځواکونه، ۵ ملکیان او ۴۵ د داعش غړي وژل شویدي.

داعش د غویران په زندان چې د جهادي ډلو تقریباً ۳۵۰۰ غړي پکې بندیان دي د پنجشنبې په شپه برید وکړ.

د بشري حقونو اداره وایي چې په برید کې داعش وسله والو ته وسلې په لاس ورغلي او ګڼ شمیر وسله وال یې خوشې کړي.
د کردانو دیموکراتیک ځواکونو ویلي چې د حسکې ښار او غویران زندان په شاوخوا د امنیت ساتنې عملیات کوي. جګړه تر ډیره حده د زندان په شمالي برخو کې کیږي چې کردي ځواکونه په همدې سیمه کې څو ځله چاپې اچولې او د داعش ګڼ شمیر جنګیالي یې وژلي دي.

په همدې حال کې داعش په یوې اعلامیې کې ویلي چې په زندان یې برید د خپلو بندیانو د آزادولو په خاطر کړی.

سره لدې چې د داعش وسله واله ډله په سوریه کې ماته شوې خو بیا هم وخت ناوخته په لیرې پرتو سیمو کې په نظامي اهدافو او د تیلو په تصفیه خانو بریدونه کوي.
کردي چارواکو څو ځله خبرداری ورکړی چې په زندانونو کې د زرګونو مشکوکو داعشیانو د ساتلو وړتیا نلري. پدې زندانانو کې شاوخوا ۱۲ زره کسان بندیان دي او کردي چارواکي وایي چې د څه باندې ۵۰ هیوادونو اتباع دي.