د مقاومت جبهه: طالبانو اندراب کې ملکیان وژلي؛ طالبان: تبلیغات دي

د طالبانو ضد جبهې د سه شنبې په ورځ مۍ ۱۰ (غوایي ۲۰) وویل چې طالبانو د دوشنبې په شپه په اندراب کې څلور ملکي وګړي له کورونو ایستلي او هغوی یې "په ډزو'' وژلي دي. خو طالبانو دا خبر «فیسبوکي تبلیغات» او درواغ ګڼلی دی.

د احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د ملي مقاومت په نوم جبهې یو غړي سعود بخیتار، د امریکاغږ سره په مرکه کې وویل چې دغه ملکي وګړي وروسته له هغې د طالبانو له خوا ووژل شول چې "د طالبانو د رنجر موټر یوه ګزمه د قاسان درې په اولنګ کلي کې د مقاومت د جبهې تر کمین لاندې راغی او ددې ډلې پنځه جنګیالي یې ووژل.


د مقاومت د جبهې ددغه غړي په وینا طالبانو د خپلو کسانو جسدونه د سه شنبې په ورځ د بغلان ولایت کوک چنار سیمې ته انتقال کړل او وروسته له هغې د سیمې د خلکو کورونو ته ولاړل او د څلورو ملکیانو له وژلو سربیره یې له ۱۰ څخه تر ۱۲ کسانو پورې ملکي وګړي له ځانه سره بوتلل چې تر اوسه د هغوی پته نده معلومه.

خو د طالبانو د حکومت د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس اسدالله مصطفی هاشمي د امریکاغږ سره په مرکه وویل چې دا خبر تبلیغات دي اړ زیاته یې کړه چې پدې ولایت کې د مقاومت په نوم قوت نشته.

هغه زیاته کړه: "هلته یو شمیر غله شته چې ځنې وخت خلکو ته مشکلات ارامنځته کوي، چې تر تعقیب لاندې دي او انشاالله چې له منځه به یووړل شي."

مصطفی هاشمي زیاته کړه چې که د طالبانو د ځواکونو هدف د ملکي خلکړ وژل وي، هغو په هر ځای کې کولای شي دا کار وکړي، خو د هغه په وینا د طالبانو حکومت غواړي پر خلکو حکومت وکړي نه دا چې هغوی ووژني.

د طالبانو دغه مقام زیاته کړه: "دا یوه فیسبوکي افواه ده او درواغ دي او پدغه ساحه کې هیڅ کومه ستونزه نده رامنځته شوی."

هغه زیاته کړه چې د اندراب په دریو واړو ولسوالیو کې محلي مقامات ټول د محل خلک دي او امکان نلري چې هغوی د خپلو خلکو په وژلو لاس پورې کړي.

خو د مقاومت جبهې ادعا کړې چې طالبانو د ۲۵۰۰ تر۳۰۰۰ پورې تازه ځواکونه دغو دریو ولسوالیو ته لیږلي چې دغه ځواکونه په جوماتونو او ښوونځیو کې ځای پر ځای شوي دي او "ددې احتمال شته یوه وژونکې او خونړۍ نښته رامنځته شي."

له دې دمخه هم د مقاومت جبهې په اندراب کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی و، او پر افغانستان باندې له بر لاسي کیدوړ وروسته د طالبانو ځواکونه په همدې ساحه کې د وسله وال مقاومت سره مخامخ شوي وو.