ځاځي میدان کې جنګ درېدلی او پاکستان ته مړي سپارل شوي

تیره ورځ افغان او پاکستاني ځواکونو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د پاکستان سرحدي ځواکونو له خوا د کټارو د لګولو پرمهال جګړه وکړه.

د خوست ولایتي چارواکي وايي، چې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د شوې موافقې له مخې د ځاځي ميدان ولسوالۍ ته څیرمه د ډیورنډ د کرښې په اوږدوکې د تیرې ورځې له مازیګر راهیسې جنګ دريدلی دی.

د خوست والي ويلي، پاکستاني ځواکونو غوښتل چې د ډيورنډ کرښې دې غاړې ته له افغان امنيتي ځواکونو څخه پوسته ونيسي او بيا خپل مرکز پرې جوړ کړي. هغه ويلي په پرونۍ نښته کې د پنځو پاکستاني ځواکونو مړي يې هغوی ته سپارلي او ژوندی نيول شوی سرتېری يې هم ور تسليم کړی دی.

د خوست د والي له دفترڅخه په يو خپور شوي بيان کې راغلي، چې که څه هم د دغې ولسوالۍ په ځينو سرحدي سيمو کې ګڼ شمېر افغان امنيتي ځواکونه لا ځای پر ځای دي، خو د یکشنبې له مازديګر راهيسې د دواړو هیوادونو د ځواکونو ترمنځ ډزې نه دي تبادله شوي.

په عين وخت کې په خوست کې د ملي اردو د لومړۍ پلې لوا رئيس ارکان ډګروال محمود ځاځي امريکاغږ ته وويل، چې د کرښې له بلې غاړې څخه د درنو وسلو د ډزو د مخنيوي لپاره يې امنيتي پوستو ته درنې وسلې هم انتقال کړې دي.

ډګروال ځاځي وويل ”په سرحد کې توپچي ځواکونه هم ځای پرځای شوي، له دې وروسته کې که پاکستاني ځواکونه له درنو وسلو کار واخلي، بالمثل عمل به وګوري او هغه اهداف چې له موږ سره تثبيت شوي دي، هغه به له منځه يوسو‟.

د یکشنبې په ورځ د دغې جګړې په اړه د پاکستان د پوځ ویاند جنرال اصف غفور په یوه اعلامیه کې ویلي چې په کرمه ایجنسۍ کې د پاکستان د سرحدي لوا پر ځواکونو باندې د افغانستان له لورې برید شوی دی، چې له امله یې دوه پاکستاني سرتیري وژل شوې دي او پنځه نور ټپیانشوي دي.

د پاکستان د پوځ ویاند ویلي، چې پر دغو ځواکونو د افغانستان له خوا دا برید هغه مهال وشو، چې د دغه هیواد سرحدي ځواکونو د ډیورنډ د کرښې په اوږدو کې د معمول په څیر په څارنه بوخت وو او د اړتیا وړ ځایونو کې یې د کټارو درولو ته چمتووالی نیوه.

افغان سرحدي ځواکونو د تیرې ورځې په جګړه کې د پاکستان د پوځ د یو سرتیري د نیولو ادعا هم کړې، خو پاکستان پوځ په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

د خوست د ولايتي شورا غړي سيداصغر اکاخېل امريکاغږ ته وويل، چې پاکستانني ځواکونو خپل مړي او ټپيان له جګړې وروسته د هليکوپترو په وسيله انتقال کړي دي.

د خوست ولایتي چارواکي وايي چې افغان غاړې ته هم دوه تنه ولسي ملاتړ کوونکي او يو د سرحدي پوليسو سرتېری وژل شوي، چې نن مړي یې د دوشنبې په ورځ خاورو ته سپارل شوي دي.