ولسمشر غني وايي د افغانستان امنیتي حالت د ډاډ وړ دی

په کندز کې د روانو جګړو له امله پرون سهار وختي د خان اباد، امام صاحب، علي اباد او چاردرې ولسوالۍ لارې هم بندې وې.

د افغانستان د جمهوري ریاست د رسنیو دفتر له خوا په بیان کې ویل شوي چې جمهوررئیس محمد اشرف غني نن سهار په ارګ کې د ملي توحید مرکز څخه د ویډیو کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو له والیانو، امنیه ، د قول اردوګانو او زونونو قوماندانانو او د ملي امنیت رئیسانو سره د افغانستان د عمومي وضعیت په هکله خبرې کړي دي.

جمهور رئیس غني ددغو خبرو په پای کې په بیلابیلو ولایتونو کې د خپلو وسله والو مخالفانو پر وړاندې د افغان امنیتي او دفاعي د ځواکونو په روانو عملیاتو ډاډ څرګند کړی دی.

همدارنګه د ارګ په دغه بیان کې ویل شوي چې جمهور رئیس غني له پرون راهیسې د بغلان، تخار، فاریاب، کنړ، کندز، بادغیس، جوزجان او فراه ولایتونو له والیانو سره د جلا ټلیفوني تماسونو له لارې خبرې کړي دي.

دا بیان وایي چې جمهور رئیس غني ولایتي چارواکو ته په ټینګار ویلي، چې هغوی باید له ترهګري سره د مبارزې ترڅنګ خلکو ته د ښوخدماتو برابرولو او ښې حکومتوالۍ په برخو کې هم کوښښونه وکړي.

ارګ د ولایتونو د چارواکو سره دا خبرې د جمهوررئیس غني دوره یي خبرو د لړۍ برخه ګڼلې ده.

طالبانو د تیرې سه شنبې په ورځ د عمري عملیاتو په نوم خپل پسرلني عملیات پیل کړي دي.

د طالبانو له خوا د دغو عملیاتو د اعلان وروسته د دغې ډلې وسله والو د افغانستان په یو شمیر ولایتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو په پوستو بریدونه هم پیل کړي دي.

د کندز جګړه

د کندز په ولایت کې امنیتي چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو اووسله والو طالبانو ترمنځ له پرون راهیسې په روانه جګړه کې ۷۰تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۴۵ تنه نور یې ټپیان شوي دي.

د کندوز د سپین زر ۸۰۸ زون قوماندان شیرعزیز کاموال امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې طالبانو د عمري په نامه د عملیاتو له اعلان وروسته غوښتل یو ځل بیا کندوز ونیسي، چې په همدې نیت يې پر دغه ښار اود کندزپه ولسوالیو باندې پرون سهار بریدونه وکړل.

جنرال کاموال وویل، دوي د طالبانو بریدونه په شا وتنبول او د هوايي ځواک په مرسته یې هغوی ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده.

پرون سهار وختي د خان اباد، امام صاحب، علي اباد او چاردرې ولسوالۍ لارې بندې وې، شیرعزیز کاموال وايي چې له خان اباد پرته د نورو ولسوالیو لارې هم پرانستل شوي دي.

د جګړې په لومړۍ ورځ د کندز د ښار اړونده سیمه چارخاب کې د محلي پولیسو پوستې د طالبانو لاس ته لویدلې وې، خو کاموال وايي چې دوي ددغو امنیتي پوستو د بیرته نیولو لپاره عملیات پيل کړي دي.

د پولیسو د زون قوماندان شیرعزیز کاموال وايي چې پرون یې ۱۲ هغه کسان نیولي دي چې د دولت پر ضد او مخالفو وسله والو پر ګټه یې تبلیغات کول.

هغه وايي چې نن به له دغو خلکو تحقیق کیږي او تر څیړنې وروسته به یا خوشې شي او یا به له مخالفینو سره د لاس درلودو په تور څارنوالۍ ته وسپارل شي.

طالبانو هم په یوه اعلامیه کې د کندز د ښار په پوستو او ددغه ولایت په ټولو ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو پر خلاف د پراخه عملیاتو خبر ورکړی او ادعا یې کړې چې په دغو عملیاتو کې په امام صاحب، قلعه زال، خان اباد، چهاردره او دشت ارچي په ولسوالیو کې د افغان امنیتي ځواکونو څخه ګڼې پوستې نیولي او افغان ځواکونو ته یې مرګ ژوبله هم اړولې ده.

کونړ کې جګړه

د کونړ په ولایت کې د افغا پوځ چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو تېره شپه دغازي اباد په ولسوالۍ کې پر امنيتي پوستو ‌‌‌‌‌‌ډله ییز بریدونه کړي چې له امله یې اته وسله وال وژل شوي او دولس نور ټپیان دي.

په ختیځ کې دملي اردو د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند ‌‌‌‌‌‌ډګرمن شیرین اقا امریکا غږ ته وویل چې په دغو بریدونو او جګړه کې یو ملکي وګړی هم وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

دسیمې یو اوسېدونکي امریکا غږ ته وویل چې په جګړه کې حکومتي ځواکونو ته هم زیان رسېدلی دی.

تر اوسه طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.