د فنلنډ 'تاریخي' تصمیم: له ناټو سره یوځای کیږو 

د فنلنډ ولسمشر سایولي نینیستو، او ددې هیواد صدراعظمه سانا مارین

د فنلنډ حکومت نن د مۍ په ۱۵ (غوایي ۲۵) د شمالي اتلانتیک په تړون (ناټو) کې د غړیتوب لپاره خپل رسمي هوډ پداسې حال کې اعلان کړ چې ددې هیواد واکمن ګوند په دې اړه خورا مهمه غونډه کوي.

د فنلنډ ولسمشر سایولي نینیستو، ددې هیواد د صدراعظمې سانا مارین، سره په یو ګډ خبري کنفرانس کې وویل چې جمهوري ریاست او د دولت د بهرني سیاست کمیټې د هیواد له پارلمان سره له سلا مشورې وروسته په ناټو کې د غړیتوب لپاره په درخواست موافقه وکړه. هغه وویل: "دا یوه تاریخي ورځ ده. یو نوی پړاو پیل کیږي."

د فنلنډ د حکومت د معلوماتو په بنسټ دا هیواد به د سویډن سره یوځای ناټو ته یو ګډ درخواست ورکړي.

د فنلنډ پوځ د څه دپاسه ۷۵ کالو راهیسې ناپیلی ګڼل کېده و او دغه اقدام ددې هیواد په پوځي سیاست کې یو بیساری بدلون دی.

سویډن هم د څه دپاسه ۲۰۰ کالو راپدیخوا خپلواک پوځ لري، خو تمه ده چې ددې هیواد د پارلمان د دوشنبې د ورځې له غونډې وروسته پدې اړه خپل تصمیم اعلان کړي.

د کروشیا د بهرنیو چارو وزیر ګوردان رادمن، چې د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو سره د بحث لپاره برلین ته تللی د ترکیې انتقاد ته په اشارې وویل چې د ناټو نور غړي هیوادونه د ناټو سره ددغو دوو هیوادونو یو ځای کیدو ته خوشبینه دي.

دغو هیوادونو وروسته له هغې د ناټو سره د یوځای کیدو هڅه پیل کړه چې روسیې د فبرورۍ په میاشت کې په ګاونډي هیواد اوکراین باندې پوځي یرغل وکړ او لا هم د هغه هیواد سره په جګړه کې ښکېله ده.

مسکو ویلي چې د روسیې ولسمشر د شنبې په ورځ مۍ ۱۴ (غوایي ۲۴) د خپل فنلنډي سیال سره په یو تیلیفوني تماس کې وویل چې د شمالي اتلانتیک له تړون سره ددغه هیواد یو ځای کیدل به یوه "اشتباه" وي.

د کرملین په اعلامیه کې راغلي چې ولادیمیر پوتین د فنلنډ ولسمشر سایولي نینیستو ته ویلي چې د فنلنډ د ناپیلتوب د پالیسۍ پرېښودل به د دواړو هیوادونو په اړیکو منفي اغیز وکړي.

فنلنډ او سویډن په ۱۹۹۰ لسیزه کې د ناټو سره خپل مشارکت پیل کړ، خو راتلونکې اونۍ پدې تړون کې د غړیتوب لپاره درخواست ورکوي.

فنلنډ د روسیې سره ۱۳۰۰ کیلومتره ګډه پوله لري او د ناټو سره ددې هیواد له یوځای کیدو وروسته به په بالتیک بحیره کې سویډن یواځنی هیواد وي چې د ناټو غړیتوب نلري، مګر داچې د سویډن پارلمان سبا د ناټو سره د یوځای کیدو په پلوۍ رایه ورکړي او د فنلنډ سره یوځای خپل ګډ درخواست وړاندې کړي.