کابل کې د اورلګیدو په پیښه کې سلګونه دوکانونه سوځیدلي

پولیس وايي، کابل کې د اور د لګیدلو اکثره پیښې د بریښنا د مزو د شارټۍ له امله پیښږي.

د کابل ښار د نادرپښتون واټ کې دوکانداران وایي، د پنچشنبې د ورځې( لړم لسم) ماښام شاوخوا شپږ بجې د خیرخوا په نوم د الکټرونیکي اود کور سامانونو د پلورلو په یو مارکیټ کې لګیدلی اور ډیر ژر د دغه مارکیټ دوه نورو مارکیټونو ته هم غځید، چې له امله یې په سلګونو دوکانونه سوځیدلي او خاوندانو ته یې د لسګونو میلیونو ډالرو زیان رسیدلی دی.

یو شمیر دوکاندارانو د جمعې په ورځ امریکا غږ اشنا راډیو سره په خبرو کې، د اور وژنې عمله پر وخت د اور په کابو کې په پاتې راتللو ګرمه ګڼله او ادعا یې کوله، چې که د اور وژنې اطفائیه پر وخت کار پیل کړی وی، نو ډیر دوکانونه به ژغورل شوی وی.

په سیمه کې یو دوکاندار رحمت الله امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې له دوکان څخه وختي کورته تللی وو، کله، چې د پیښې خبر شو او د دکان د وضعیت د لیدلو لپاره نادر پښتون واټ ته ورغی په مارکیټ کې اور بل وو او دوکان ته د تللو امکان نه وو ورور يې ورته وویل، چې د دوکان ټول سامان الات په اور کې سوځیدلي او ایره شوي دی".

خو د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې په دغه سیمه کې د اور وژلو په برخه کې د کورنیو چارو وزارت د اور وژنې د اطفایې سره د دفاع وزارت او په کابل کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د ځواکونو د اور وژنې اطفایو هم مرسته کړې، چې له امله یې د جمعې په سهار شپږ بجې دا اور په بشپړ ډول مړ شو.

هغه وویل د کورنیو چارو وزیر پخپله د شپې له خوا د اور د وژلو د بهیر څخه څارنه کوله.

که څه هم د لومړینو معلوماتو له مخې دا اور د بریښنا د مزي د شارټۍ له امله پیښ شوی، خو ښاغلی رحیمي وایي یو ټيم د دې اور د لګیدلو د عواملو د معلومولو لپاره ګمارل شوی دی.

د اور لیګدلو لږ وروسته د کابل پولیسو د نادرپوښتون واټ ته ټولې غځیدلې لارې د تګ راتګ پرمخ وتړلې، چې نن د جمعې په ورځ هم تر غرمې مهال دا لارې د ټرافیکو پرمخ ټړلي وې.

پولیس وايي، دا کار یې د ګډوډیو د مخنیوي او دوکاندارانو د مالونو د ساتنې لپاره کړی دی.

خو یو شمیر دوکانداران ادعا کوي، چې د شپې له خوا یې يو څه مالونه غلا شوي هم دي.

تراوسه لا په دغه پیښه کې دوکاندارانو ته د پیښ شوي مالي زیان دقیقه اندازه معلومه نه ده، خو یو شمیر دوکانداران ادعا کوي، چې په میلیونو ډالرو زیان ورته رسیدلی دی.

د دوکاندارانو د ادعا له مخې د تیرې شپې په پيښه کې شاوخوا پنځه سوه دوکانونو ته زیان رسیدلی دی.

خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي، د زیانمن شوودوکانونو دقیق شمیر به د روانې پلټنې وروسته څرګند شي.